افغانستان

قطر کې د طالبانو او امریکا خبرې له يوه ورځ ځنډ وروسته بيا پيل شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹وږی، ۱۳۹۸ل): د طالبانو او امریکا ترمنځ د نهم پړاو مذاکرات له يوې ورځې ځنډ وروسته نن د قطر پلازمېنې دوحه کې پر ځايي وخت نهه بجې بيا پيل شوې.

د نهم پړاو مذاکرت د روان اګست په ۲۲مه پيل شوي وخت پر وخت په کې لنډې وقفې کېږي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ پيل شوي مذاکرات له نږدې شل ساعته مسلسل دوام وروسته تېره ورځ سهار د لمانځه پر مهال پای ته رسېدلي وو، د طالبانو ديپلوماتانو د جمعې په ورځ له ارام او لمونځ وروسته خپلمنځي ناسته کړې وه او نن يې يو ځل بيا امریکايي ټيم سره خبرې پيل کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نن ورځې د خبرو پخلی کړی، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

شاوخوا څلور ورځې وړاندې ځينو رسنيو ويلي و، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې مسوده بشپړه شوې، خو لا هم د دواړو لوريو ترمنځ پر ځنيو ټکو بحثونو ته اړتيا ليدل کيږي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د مسودې متن بشپړ شوی، خو د مسودې د درې واړو ژبو «پښتو، دري او انګليسي» ترمنځ د توپيرونو او تېروتنو په سمون وخت لګيږي او ځينې جانبي بحثونه راپورته شوي وو، چې د تخنيکي ټيمونو ترمنځ يې په اړه خبرې روانې دي.

امریکا او طالبان د روانو مذاکراتو جزئيات او رازونه تر ډېره پټ ساتي، رسنيو ته يې جزئيات پيدا کول ستونزمن او تر ډېره ناشوني وي، له همدې امله يو شمېر رسنۍ د سرچينو په حواله ناسم معلومات خپروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

د اشغالګرو امريکايانو دی ښه سر خلاس وی چی که هرڅومره ځانونه سره وپيچی زمونږ مجاهد عالمان نشی خطا ايستلای ان شاءالله ، د دی مبارکو سره الهی غيبی مرستی کيږی چی هغه هيڅ کافر او منافق نشی درک کولای .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x