نظــر

کندوز د سقوط په درشل کې، خو ولسمشر په ټاکنيز کمپاین بوخت دی

پوهندوی هوسا غلجی

طالبانو له تېرې شپې راهيسې پر کندوز ښار له څلورو خواوو بریدونه پيل کړي، د ښار ګڼې سيمې او امنيتي پوستې يې نيولي لسګونه عسکر طالبانو ته تسلیم شوي، خو د ګډ حکومت مشر اشرف غني په ټاکنيز کمپاین بوخت دی.

کندوز ښار ته د طالبانو د داخلېدو نږدې لس ساعته پوره کيږي، خو اشرف غني له اوسه دوه ساعته مخکې د نورستان ولايت په مرکز «پارون» کې د خپلو پلويانو جوړې شوې غونډې ته ويډيويي وينا وکړه.

اشرف غني خپلې ټاکنيزې غونډې ته يو ځل بيا هوايي ژمنې وکړې، خو د کندوز جګړې هېڅ يادونه يې ونه کړه او نه هم تر اوسه د ارګ په رسمي پاڼه په دې اړه څه ويل شوي دي.

د کندوز ولايت چارواکو درې ساعته مخکې منلې وه، چې په دغه نښته کې تر اوسه درې عسکر وژل شوي، يوولس ټپيان او اته طالبانو ته تسليم شوي، په داسې حال کې، چې طالبانو د تسليم شوو عسکرو يو شمېر ويډيوګانې خپرې کړي، چې شمېر لسګونو ته رسيږي.

د کندوز ځايي خلکو هم په ټولنيزو رسنيو کې ويلي، چې لسګونه عسکر وژل شوي، ګڼ شمېر له خپلو دندو تښتېدلي او طالبان د پرمختګ په حال کې دي.

داسې ښکاري، چې د ګډ حکومت مشر په قصدي توګه له حالاتو ناخبره ساتل کيږي او يا هم د جګړې په لومړۍ کرښه کې د پرتو عسکرو ژوند او مرګ ورته اهميت نه لري، بلکې د څوکۍ هوس ته ورته تر هڅه لومړيتوب لري.

اشرف غني، چې د ارګ په مجلله ماڼۍ او يا هم بله خوندي ودانۍ کې دولتي عسکرو ته وينا کوي، په لوړ غږ ځان د هېواد سر اعلی قومندان بولي، خو د جګړې په لومړۍ کرښه کې د بندو او محاصره عسکرو په اړه تر لسګونو ساعتونو ناخبره وي.

د اشرف غني په مشرۍ د ګډ حکومت په پنځه کلنه دوره کې د کندوز د سقوط درېيم ځل دی، يو ځل د فراه ښار او يو ځل د غزني مرکز سقوط وکړ، خو د ګډ حکومت چارواکي د مسؤوليت او ملامتۍ د منلو پر ځای پر طالبانو بېلابېل تورونه لګوي او هېڅ چارواکي دومره د شرم او ملامتیا احساس ونه کړ، چې لږ تر لږه د مسؤوليت په ادا کولو کې د پاتې کېدو له امله له خپلې دندې استعفا وکړي.

د دې ټولې بې پرواهۍ تر ټولو ستر لامل د حکومت لومړی نفر دی.

چې د حکومت مشر د لسګونو حکومتي عسکرو د ژوند په اړه بې پرواه او يا هم ناخبره وي، له نورو چارواکو د ګيلې ځای نه پاتې کيږي.

اوس بايد دولتي عسکر او پوليس فکر وکړي، چې د داسې حکومت لپاره ځان وژل او خپله کورنۍ خوارول، خپله دنيا او اخرت خرابول دي، بله هېڅ ګټه نه لري او ښه لاره يې همدا ده، چې خپل ژوند او کورنۍ وساتي او د سختۍ په حالت کې ځان طالبانو ته وسپاري او يا هم د تېښتې لاره غوره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

ستړی مه شی،
هوسا غلجی ته،
ولسمشر چه ځان بقا لپاره کمپاین کوی،همداسی طالیب جنګیالی هم چوکی تر لاسه کولو لپاره مسلحانه بریدونه کوی،
فرق یی دا دی چه ولسمشر د ویډیو د لاری صلح امیز کمپاین کوی خو،
طالیب چارواکی تعرضی بریدونو په وسیله، غواړی دولت کی غوښلنه برخه ولری،په یوه وزارت(ګیری بریتونو کنترول)قناعت نه کوی.
هسی نه چه طالیبان او دولت سوله خبری اتری کی په لاغتو وخیژی.او افغانستان یو ځل بیا ۱۹۹۲ کال په شان کباړ شی،

مجاهد

طالب مجاهدین مظلوم اولس ، خاوری، خپلواکی او ناموس د دفاع او د الله ج د رضا ، او الهی نظام د بقا د بقا د پاره په مالو او ځآنو تر اخری کچی قربانی ورکوی. که د چوکی د پاره جنګیدلی چوکی خو ورسره وی مګر د یو مسلمان ورور کفارو ته د نه تسلیملولو دپاره له ټولو حکومتی چوکیو تیر شول. طالب مجاهدینو او مشرتابه وو که د امریکا دغه غوشتنه منلی وی په بیلونو ډالر به یی هم ترلاسه کړی وی حکومت به یی هم ورله په رسمیت پیزندلی او مالی بندیزونه به بیی پری بند یا… نور لوستل »

اجمل

یو څو کسان به ووژنی په درشل د سولی کی، انتحار به وکړی ځانونه به جهنم واستوی نور به څه وکړی. ولایت به فتح کړی تر څو ساعتو؟ لږ شرم پکار ده امریکایانو سره د سولی خبری کوی او خپل خلک وژنی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x