افغانستان

 د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان د دفاع وزیر په ملتیا کندز ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹وږی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې طالب جنګیالیو تېره شپه په کندز ښار باندې له څلورو لورو برید پیل کړ او تر دې دمه د وړاندې تګ په حال کې دي؛ د ناټو ځواکونو قوماندان له سرپرست دفاع وزیر سره په ګډه دې ولایت ته رسېدلي.

د اریانا نیوز د راپور په اساس، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ میلر» د دفاع سرپرست وزیر «اسدالله خالد» او  دکورنیو چارو وزیر «مسعود اندرابي» د لوړ پوړو امنیتي چارواکو په ملتیا د جګړې د مدیریت په موخه کندز ولایت ته تللي.

لوړ پوړي امنیتي چارواکي په داسې حال کې کندز ته ځي، چې طالبان شېبه په شېبه په کندز ولایت کې د وړاندې تګ خبر ورکوي، د طالب سرچینو په خبره، تر دې دمه د پولیسو یو کنډک ورته تسلیم شوی او ښار ته نږدې درې امنیتي پوستې یې نیولې.

ساعت وړاندې «ذبیح الله مجاهد»  دنویو پرمختګونو د خبر ورکولو په ترڅ کې په خپل ټویټر ولیکل «د کندز ښار امام صاحب بندر او خان آباد بندر سیمو کې د شینوارو، قومندان متینک، بشیرک، قومندان بسم الله او سه آب پوستې په بشپړه توګه فتحه شوې، یو ټانګ، یو رینجر ویجاړ، ګڼ شمیر عسکر مړه اوټپیان شول. جګړه دوام لري دښمن د تیښتې په حال کې تر تعقیبي بریدونو لاندې دی.»

بل لور ته د کندز ولایت امنیه قومانداني ویاند ۲:۵۰ دقیقې رسنیو ته وویل « وضعیت تر کنټرول لاندې دی، تر دې دمه ۴۰ طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي».

په ټولنیزو رسنیو باندې په خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري، چې ګڼ شمېر امنیتي عسکر طالبانو ته د تسلیمي په مهال ور غاړي وځي او د هغوی له لوري ورته ښه راغلاست ویل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

اخ چی دا خبيثان د مجاهدينو پلاس ورشی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x