افغانستان

دفاع وزارت ویاند د کندز د جګړې په تړاو پوښتنه په سپکو سپورو جواب کړه/ ویډيو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹وږی، ۱۳۹۸ل):په داسې حال کې چې طالبان شېبه په شېبه د کندز ولایت دننه د پرمختګ او د ګڼو امنیتي ځواکونو د تسلیمۍ خبر ورکوي، د حکومت د رسنیو په مرکز کې د همدې موضوع په تړاو د خبریال یوې پوښتنې د دفاع وزارت ویاند «روح الله احمدزی» غوسه کړی.

نوموړي وروسته له هغه غوسه شو، کله چې خبر یال د دفاع وزارت د سرپرست «اسدالله خالد» ویناوې له اوسني امنیتي وضعیت سره په ټکر کې وبللې، خبریال وپوښتل « یوازې په کندز کې نه بلکې د هیواد په اکثریت سیمو کې امنیتي وضعیت ټکان ورکوونکی دی، ولې امنیتي بنسټونه غافل دي، تر هغو چې یو ځای سقوط نه وي کړی امنیتي ځواکونه اقدام نه کوي، مشخصه پوښتنه داده، چې د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د کار په لومړیو کې وویل د ترورستانو غاښونه به ماتوي، اخر پایله څه شوه؟».

د نوموړي دې پوښتنې د دفاع وزارت ویاند په غوسه کړ او نوموړي ته یې په ړانده او ګونګ وویل.

احمدزي وویل « د اسدالله خالد د ویناوو پایله دا شوه، چې د هیواد په هره برخه کې ترورستانو ته درانه تلفات اوړی، ته ړوند یې؟ ګونګ یې؟ له رسنیو نه اورې چې هره ورځ طالبانو ته څومره تلفات اوړي؟ ایا قضاوت همدا دی».

د نوموړي دې څرګندونو ته په غبرګون کې ناست خبریالان ولاړېږي او سره له دې چې احمدزی یې ارامۍ ته رابولي هغوی له چوکیو ولاړېږي او د نوموړي خبرې په منځ کې پرېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

What a shame

These people have the power and whatever the Minister of Defence says is correct and whatever their media says is correct not what the people see and believe.
These people are counting their days so that is why they are extremely emotional.

مجاهد

تاسی متوچه شوی یاست چه اکثریت تش په مانه غلامان ویاندان خوش قواره ایجړا په شان شکاری او د اکثرو وزاراتو معاونیت پوستونه او دارګ لوړپوړی پوستونه خوش قواره ځوانو نجونو ته مختص شوی د ارګ خوش قواره نجونی جنسی تیری او تعاملاتو خو بوی وکړو او بوی یی نړیوالو ته ورسید . مګر د ویاندانو د لواطت او جنسی تیریو خبره لا تر اوسه پټه باتی ده یوآځی د قوماندانانو په کچه او د ایشچی بیجاره باندی جنسی تیری تر اوسه په ډاګه شوی چه وحشتی دوستم او ایښجی خپله اقرار وکړو که نه هغه هم نه په ډاګه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x