د پاکستان د استخباراتو مشر امریکا ته د اړیکو د ټینګولو لپاره ځي
نن ټکی آسیا: د پاکستان او امریکا د استخباراتي اړیکو د خرابېدو وروسته د پاکستان د استخباراتو مشر نن پلان لري چې امریکا ته ولاړ سي.
د پاکستان د آی ایس ای ادارې یو مشر د نوم نه خپرولو په غوښتنه رسنیو ته ویلي چې د آی ایس آی مشر جنرال احمد شجاع پاشا نن د امریکې په سفر روان سو، چېري چې به نومړي د امریکا د سی آی ای د مشر سره وګوري.
د دواړو استخباراتي شبکو اړیکی هغه وخت خرابي سولې کله چې د سی آی ای یوه جاسوس (ریمنډ ډیوس) په پاکستان کې دوه اولسي وګړي ووژل، او بیا وروسته امریکا په وزیرستان کې د ناټو په یوه بمبارۍ کې ګڼ شمېر ملکي او دولتي کسان ووژل.
دواړه لوري غواړي چې ژر تر ژره خپل خرابي اړیکي بیرته له سره فعاله کړي.