افغانستان

کندز: په کمانډو عسکرو سرتيری بريد شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹وږی، ۱۳۹۸ل): څو شيبې وړاندې د کندز ښار په مرکزي چوک کې په کومانډويي عسکرو سرتيری بريد شوی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې ددې ولايت په امنيه قومندان او عسکرو يې سرتيری بريد کړی دی
او لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

مجاهد وايي چې په دې سرتيري بريد کې ګڼ شمير وسايط هم ويجاړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار په کندز ښار طالبانو له څلورو لوريو بريدونه کړي دي او ګڼ شمير پوستې يې سقوط کړي دي.

تر اوسه دولتي مسؤلينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x