افغانستان

د کندوز موټربم برید کې د امنيه قومندان په شمول ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو نن مازديګر ناوخته کندوز ښار کې پر امنيه قومندانۍ موټربم سرتيری برید کړی دی.

په دغه موټربم کې د کندوز د امنيه قومندانۍ وياند سيد سرور حسيني او د هغه مرستيال نصير په شمول لس تنه وژل شوي دي او د امنيه قومندان منظور ستانکزي په شمول ګڼ شمېر عسکر او پوليس ټپيان دي.

طالبانو د دې برید مسؤوليت منلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د برید هدف يې د کندوز امنيه قومندان و او هغه په کې وژل شوی دی.

طالبانو دا موټربم برید په داسې حال کې کړی، چې تېره شپه د طالبانو جنګياليو له څلورو خواوو پر کندوز ښار پراخ تعرضونه کړي، د ښار ګڼې سيمې يې نيولي او په ويډيويي راپورونه کې ښکاري، چې لسګونه عسکر او پوليس طالبانو تسليميږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترين

تعجبه ده طالبه!
په قطر کې د امريکايانو سره دی د سولی خبری پيل ګړي مګر خپل په وطن کې د خپل په ورونو پسي راخيستي ده.
طالبه! د وحشت بغير دی بل څه ذده که نه?

اجمل

طالبانو ته لږ شرم پکار ده. په قطر کی د کافرو سره د سولی خبری کوی بلخوا د خپلو افغانانو پسی یی راخیستی او وژنه کوی. دا په خپله د سولی د خبرو نقض دی. ټول پوه دی چی له کومه ځایه تاسو ته قومانده د جنګ راځی او ستاسو د جنګ قومانانان څوک دی. طالبانو سره سوله په هیڅ صورت جایز نده ځکه چی دوی له انسانیت څخه ډیر لری دی.

مجاهد

متعچبه ده ترینه !!!!!!!!!!!!۱ اشغلګرو زمونږ هیواد اشغال کړی مجاهدینو یی په ضد قیام کړی جهاد یی پیل کړی اشغالګر یی د الله ج په نصرت په ډونګو او د ونلو د پاره په ننواتو کړل طالبانو یی ننواتی ومنلی ، په روغه جوړه وتلو دپاره یی مذاکرات ورسره پیل کړی مګر اشغالګرو شیاطینو او دجالینو غلامو او اجیری غلامی اداری ته دنده سبارلی چه شپینزو وحشتو او ړندو بمباریو ته ادامه ورکړی، طالبان مجبور دی چه د اچیری او غلامی اداری مخه ونیسی ، تاسی ځدران صاحب ، چه دی پاڼی کی د وایروس په شان ننوتی یاست کله… نور لوستل »

ترين

مجاهد بچو! لږ ساړه خوره.
چې دا اوس امريکا درته فرض کړي عباس ستانکزي به لوڅ لغړ د قطر نه ګوانتانامو ته انتقال کړي.
دواړه وحشيان ياست.

گل محمد نوری

منظور پښتون چی د ښکته پښتونخوا مشر ده هغه پسی هم پنجاب را شروع کړی چی له مینځه یی یوسی او پدی منظور ستانکزی پسی هم ځکه اوس د افغانستان د ترانزیټ لاری د کندوز له لاری تاجکستان او نورو همسایه هیوادونو سره د اړیکو او تجارتی لاره ده نو کله چی پاکستان په افغان دولت د واګه بندر بند کړ نو پاکستان د افغان دولت لپاره په کندوز کی مشکلات جوړ کړل چی څو کاله د مخه یو ترانزیټی پل چی طالبانو والوځاوو د ترانسپورت لپاره ترینه کار اخیسته چی د هغه په ورانولو سره په افغانستان کی د… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x