افغانستان

لغمان: ګډو ځواکونو دوه کلينکونه ویجاړ کړي او پنځه ملکيان يې وژلي«ويډيو»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹وږی، ۱۳۹۸ل): په لغمان ولايت کې د ملکي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو له لوري په شپنيزو عملياتو او چاپو کې دا ځل دوه ملکي روغتونونه او د ولسي وګړو څلور کورونه نړولي او پنځه ملکي وګړي يې وژلي دي.

راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو د تيرې پنجشنبې په شپه ( د اګست ۲۸ مه) د لغمان ولايت په اليشنګ ولسوالۍ په شمکټ کلي چاپه وهلې ده او يو روغتيايي مرکز يې په بشپړه توګه له منځه وړی او بل يې تخريب کړی دی.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې ګډو ځواکونو د روغتون دروازې او تعمير په بمونو الوځولي دي او ټول روغتيايي توکي يې له منځه وړي دي.

دوی وايي چې د روغتونونو د نړولو سربيره ګډو ځواکونو په ياد کلي کې د ولسي وګړو څلور کورونه هم نړولي دي او د يو سپين ږيري په ګډون يې پنځه ملکي وګړي هم وژلي دي چې دوه يې موټر چلونکي وو.

تر اوسه د لغمان چارواکو د ګډو ځواکونو له لوري د روغتونونو د ويجاړولو په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې چې په ملکی وګړو د ګډو ځواکونو چاپې او عمليات زيات شوي دي زيات وخت په کې د ملکي وګړو د کورونو سربيره عامه تاسيسات، جوماتونه او ښوونځي هم نړول کيږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close