د پنځوس ډالرو له کبله یې «۳۶» کاله بند کې تېر کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ وږی، ۱۳۹۸ل): له نن نه ۳۶ کاله وړاندې محکمې پر یوه کس د بند حکم کړی و چې دغه مهال یې عمر په شل کلنۍ کې و، او پرته له بخښنې یې درې لسیزې په بند کې تیرې کړې.

یقینا ددغه ځوان چې «الفن کینارد» نومیږي جرم هیڅکله له دغې سزا سره نه جوړیږي خو نوموړی د درې ضربو قانون لاندې راغلی و، دغه سزا د امریکا په قانون کې د تاوتریخوالي د مخنیوي په پار ورکول کیږي.

د راپورونو پر اساس په ۱۹۸۳م کال کې د امریکا په الاباما سیمه کې الفین کینارد چې ۲۲ کاله عمر یې درلود، د یوه نانوایي نه (۵۰.۷۵) ډالر غلا کړي وو، چې وروسته نوموړی د «لومړۍ درجې غلا» په جرم تورن شو.

خو اوس د ۲۰۱۹م کال په اګست میاشت کې محکمې د یاد کس په داسې وخت کې د اساسي بند تېرولو وروسته د خوشې کولو پریکړه کړې چې عمر یې ۵۸ کالو ته رسیدلی دی.

الفین کینارد چې د نجارۍ کار یې کاوه د خورزې (خور لور) په خواریو او له وکیل نېولو وروسته له بند څخه راخلاص شو، خو نوموړې وایي چې په سلګونو داسې بندیان د یادو قضیو په څېر د تورونو له کبله بندونو کې شتون لري چې څوک نشي کولای د خلاصون لپاره یې وکیل او یا حقوق پوه ونیسي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

زه مو ادې ….. ستاسی امریکائیانو په دې خره وطن.