د انتي بېتک درمل استعمال مو د بندونو په ناروغۍ اخته کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ وږی، ۱۳۹۸ل): که غواړۍ د بندونو له دردونو وژغورل شئ نو د نورو پاملرونو ترڅنګ د انتي بېتک درمل (Antibiotics) استعمال هم تر وروستۍ اندازې پریږدئ.

د انګلستان روغتیایي پوهانو د سل زره کسانو د روغتیا اړوند لس کلنې احصائیې بیاکتنې وروسته کشف کړې چې د انتي بېتک زیات استعمالونکو کې د بندونو ناروغي د هغو په پرتله چې دغه درمل نه استعمالوي ۶۰سلنه زیاته موندل کیږي.

د روغتیا په برخه کې انتي بېتک د یوې ناروغۍ پر وړاندې د وروستي قدم په حیث استعمالیږي، همدا ډول د قانون له مخې دغه درمل یوازې هغه ډاکټر ورکولی شي چې د ډاکټرۍ قانوني واک او سند ولري، خو د افغانستان او پاکستان سربېره په یو شمېر نورو ټيټو هېوادونو کې ددې استعمال په پراخه کچه کیږي.

که له یوه اړخه د کوچنۍ ناروغۍ لپاره ډاکټران د انتي بېتک درمل ورکوي خو له بل پلوه د روغتیايي پلورنځي والا د خپل کاروبار په پار یې پر ناروغانو پلوري.

ددې ستونزې خطرناک اړخ دادی چې ددغو درملو ورکولو پرمهال ناروغ ته هیڅ ډول احتیاطي تدابیر یا پاملرنه او پرهیز نه ښودل کیږي، چې له کبله یې له ناروغۍ څخه جوړ شوي میکروب نور هم سختیږي.

د برتانیې هېواد په دغه څیړنه کې ویل شوي که څوک په کال کې دوه واره د انتي بیتک درمل بشپړ خوراک کوي، په دوی کې د هغوی په پرتله چې نه یې کوي د بندونو ناروغي ۶۶سلنه زیاته رامنځته کیږي.

باید وویل شي چې په عام ډول د انتي بېتک ټول درمل د بندونو ناروغي رامنځته کوي خو هر هغه انتي بېتک چې د مرۍ یا ستوني د خرابوالي لپاره استعمالیږي، د بندونو ناروغۍ په رامنځته کولو کې تر ټولو ژور اغیز کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د