
طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو نهم پړاو پای ته ورسېد
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰وږی، ۱۳۹۸ل): د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د طالبانو سره یې د نهم پړاو مذاکرات پای ته رسولي دي.
زلمي خلیزاد پر خپلې ټویټر پاڼه لیکلي چې شیبه وروسته به کابل ته د مشورو لپاره ولاړ شي.
هغه زیاته کړې چې دوی د طالبانو سره یو داسې هوکړې ته نېږدې شوي چې تاوتریخوالی به کم کړي او بین الافغاني خبرو اترو ته به لاره هواره کړي.
دا په داسې حال کې چې پرون شنبه د یوې ورځې ځنډ وروسته د امریکايي استازو سره یو ځل بیا خبرې اترې پیل شوې وې.
We are at the threshold of an agreement that will reduce violence and open the door for Afghans to sit together to negotiate an honorable & sustainable peace and a unified, sovereign Afghanistan that does not threaten the United States, its allies, or any other country.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) August 31, 2019
د تېرې پنجشنبې په ورځ پيل شوي مذاکرات له نږدې شل ساعته مسلسل دوام وروسته د جمعې په ورځ سهار د لمانځه پر مهال پای ته رسېدلي وو، د طالبانو ديپلوماتانو د جمعې په ورځ له ارام او لمونځ وروسته خپلمنځي ناسته کړې وه.
شاوخوا څلور ورځې وړاندې ځينو رسنيو ويلي و، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې مسوده بشپړه شوې، خو لا هم د دواړو لوريو ترمنځ پر ځنيو ټکو بحثونو ته اړتيا ليدل کيږي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د مسودې متن بشپړ شوی، خو د مسودې د درې واړو ژبو «پښتو، دري او انګليسي» ترمنځ د توپيرونو او تېروتنو په سمون وخت لګيږي او ځينې جانبي بحثونه راپورته شوي وو، چې د تخنيکي ټيمونو ترمنځ يې په اړه خبرې روانې دي.
په طلوع نیوز کی د صالح ریګستانی په نوم یو شنوونکی سره چی هغه د خپلو معلومات په اساس ویلی چی طالبان له امریکا غواړی چی اوسنی ټاکنی دی وځنډیږی او لنډ مهاله حکومت دی جوړ شی نو دوی بیا حاضر دی چی له لنډ مهاله حکومت سره اوربند وکړی. نو که د تاسی په یاد وی د لنډ مهالی حکومت چیغی دری ځلی عمران خان او د دوی زیاتره سیاسیون دا خبره وکړه چی د جوړ جاړی لپاره باید لنډمهاله حکومت جوړ شی نو پاکستان پوهیږی که دا اشرف غنی وی زما اقتصاد به په صفر ضرب کړی چی… نور لوستل »
د پایلی نتیجه څه وه، نوی جنګ په کندز او په بغلان باندی ناکامه بریدونه. طالبانو امریکایانو سره سوله وکړه خو حکومت سره یی جنګ و جګړه شروع کړه چی سبب یی د خلکو وژل او په خپله د طالبانو وژل نور څه ندی.