نړۍ

د امریکا ټيکساس ایالت کې وسله‌ وال بریدګر ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا په ټيکساس ايالت کې وسله‌ وال بریدګر کې لږ تر لږه پنځه کسان وژلي او ۱۶ نور يې ټپيان کړي دي.

د ټيکساس پولیس وايي، پر ځايي وخت ماسپښين دوه بجې يوه وسله وال بریدګر په لويديځ مډلينډ او اوډيسا ښارونو ترمنځ سيمه کې پر خلکو ناتاره ډزې وکړې.

په دغه برید کې يو سپين پوستی هم وژل شوی دی.

پوليس وايي، په دغه برید کې پنځه تنه وژل شوي، شپاړس نور ټپيان دي او پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

د پېښې په قربانيانو کې پوليس هم شامل دي او نامعلومو غلو د پوليسو يو موټر هم تښتولی دی.

امنيتي ځواکونه وايي، بریدګر يې په ډزو وژلی او د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، د پېښې په تړاو ورته معلومات ورکړل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې تېره مياشت هم د ټيکساس ايالت ايل پاسو سيمه کې وسله‌ وال برید کوونکي ۲۲ تنه وژلي او ۲۴ نور ټپيان کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x