افغانستان

طالبانو د بغلان ولايت پر مرکز له څلورو خواوو بریدونو پيل کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د بغلان ولايت پر مرکز «پلخمري ښار»  له څلورو خواوو پراخ وسله وال بریدونه پيل کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د دوی جنګياليو له تېرې شپې راهيسې د ښار مرکز ته داخل شوي، د بغلان ولايت مرکز پلخمري کې يې ټولې امنيتي پوستې، ګڼ شمېر مرکزوونه او حکومتي ودانۍ نيولي دي.

د ښاغلي مجاهد په وينا پلخمري کې د ولايت ودانۍ د طالبانو له لوري محاصره ده او ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بغلان کې د طلوع نيوز خبريال شريف اميري وايي، طالبانو تېره شپه يوه بجې د پلخمري پر بازار له ګڼو لورو بریدونه پيل کړي او اوس هم په ښار کې د طالبانو او عسکرو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

طالبانو په داسې حال کې د بغلان ولايت پر مرکز ډله ييز بریدونه پيل کړي، چې وړمه شپه يې هم د کندوز ولايت پر مرکز له څلورو خواوو بریدونه کړي وو او د ورځې تر مازديګر ناوخته يې د ښار ګڼې سيمې نيولې وې.

په دغو بریدونو کې لسګونه عسکر طالبانو ته تسليم شوي وو، ګڼ نور وژل شوي او ټپيان وو.

تېر مازديګر ناوخته طالبانو د کندوز ښار په مرکزي څلور لارې کې پر امنيه قومندان سرتيری برید وکړ، چې له امله يې د امنيه قومندان په شمول ګڼ شمېر عسکرو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

نصر من الله و فتح القریب

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x