افغانستان

غزني: ګډو ځواکونو د ملکي وګړو سل دوکانونه، کلينيکونه او هوټلونه نړولي «انځورونه»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰وږی، ۱۳۹۸ل): د غزني ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د ملکي خلکو په کورونو او بازارونو چاپو کې دا ځل ګډو ځواکونو سل دوکانونه او دوه روغتيايي مرکزونه نړولي دي.

راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو تيره شپه د غزني ولايت ناوې ولسوالۍ په بازار بريد کړی دی او د ملکي وګړو سل دوکانونه او دوه روغتيايي مرکزونه يې نړولي دي چې له امله يې ملکي وګړو ته دروند مالي زيان اوښتی دی.

له سيمې څخه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې ګډ ځواکونو تيره شپه د ناوې ولسوالۍ بازار ته ورغلي او هلته يې د بازار په نړولو لاس پورې کړی دی او تر سهاره يې د بازار سل دوکانونه، دوه روغتیايي مرکزونه،
څلور هوټلونه او درې د تيلو پمپونه نړولي دي او سوځولي دي.

د طالبانو و ياند ذبيح الله مجاهد د ناوې ولسوالۍ د بازار نړول غندلي دي او ویلي يې دي چې د ناوې ولسوالۍ ګناه دا وه چې دطالبانو تر واک لاندې سيمو کې راځي او په وينا يې که چېرې دا منطق سم وي نو دوی به هم ټول هغه بازارونه او روغتونونه له منځه يوسي چې د حکومت تر واک لاندې سيمو کې دي.

مجاهد زياتوي چې باید دنیا وال، رسنۍ او بې پرې جهتونه د اسلامي امارت په معقولیت، انساني مبارزې او اسلامي تګ لارې او په مقابل کې يې د دښمن په دغه راز پریوتي تګ لارې او وحشتونو باندې قضاوت وکړي.

ګډ ځواکونه په داسې حال کې د غزني ولايت د ناوې ولسوالۍ په بازار بريد کوي چې د تيرې پنجشنبې په ورځ د لغمان ولايت اليشنګ ولسوالۍ په شمکټ کلي چاپه وهلې ده او يو روغتيايي مرکز يې په بشپړه توګه له منځه وړی او بل يې تخريب کړی دی.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو له لوري په ملکي اهدافو بريدونه زيات شوي دي چې له امله يې د ملکی وګړو په مالي او ځاني تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
میلمه

په ناوه نه یم خبر، خو د شنبې په شپه يي زموږ په ولسوالي ګیلان کي چي له ناوې سره هم سرحده ده، د حضرت شاه په نوم یو بازار وو، د شپې په چاپه کي د ګډو ځواکونو له خوا ډېری دوکانونه او هوټل نړول شوي، چي مالي تاوان يي هم ډېر وو.

pattang

اولس باید غیرت وکړي انتخابات رد او باطل وګڼي او په اولسي پاڅون شروع وکړي ،بله چاره یې نشته او هر هغه افراد په نښه کړي چې د مذدوردولت سره کار کوي!
داسې عمل یو چنګېزي عمل دی او اولس باید له خپله ځانه او نا موس څخه دفاع وکړي !

حیران

ښه کار یی کړی د طالیب ځالی او خځانی همدلته وی باید له منځه یی یوسی

پتنګ

بې شکه چې حیرانونکی یې دا چې اجتماعي او بشري قیمت د څرنګه دی لوستونکي د خپله قضاوت وکړي چې د طالب ځالې واړه ،زاړه او اولسي وګړي دي زما هغه د حفیظالله امین خبرې را په یاد شوې : ښه افغان مړ افغان دی خو که کمونست نه وي !!

غوربندي

خوار او حيران شې

غمی.پښتین

جوړ تازه،
د دولت،طالیب،امریکا،پاکستان څلورو هدفونه یو دی،هدفونه یی عبارت له.
قتل،غارت،چور،چپاول،سیزل.ورانول.
طالیب او دولت منطقی سره ویشلی دی،
دولت په غزنی کی،
طالیبان کندز ،او بغلان کی خپل اعمال په ډاګه کړل،
سلام مخابراتی شبکه دولت او طالیبانو ریسرف کړی،په خپل منځ کی غوری سره کوی چه څومره مو قتل کړل؟څومره نور قتل کوو؟
د دولت او طالیبانو عمومی قوماندانان ،خلیلزاد، او ملا برادر له قطر څخه په ګډه د قتل ،ورانی کردناټ ورکوی.
ولسه، دولت ،طالیب.امریکا،پاکستان.څخه ځانونه ساتی،

غوربندي

محترم غلام حضرت صاحب

لطفا دغې خبر ته هم احمقانه او وحشي کړنه ووایی او غندنه یې وکړی، که په چېرته په حقیقي مانا سره ریښتیني او د افغانانو خواخوږي یاست.

لکه څنګه مو چې په غلط فکر او ناسم ادرس د کندز فاتحانه جګړه احمقانه بللې وه.

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx