افغانستان

خلیلزاد: له طالبانو سره هوکړې ته نږدې شوي يو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ويلي، له طالبانو سره هوکړې ته بيخي نږدې شوي او د سولې له دې هوکړې سره به افغانستان کې تاوتريخوالی پای ته ورسيږي.

خلیلزاد په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، له طالبانو سره يې د سولې مذاکراتو نهم پړاو هم بشپړ کړ او دی د نورې سلامشورې لپاره کابل ته روان شوی دی.

نوموړي زياته کړې، له طالبانو سره د هوکړې په پایله به افغانان د يوه خپلواک او باثباته افغانستان څښتنان شي او تر هغې وروسته به د امریکا په شمول هېڅ هېواد ته له افغانستانه خطر نه وي متوجه.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين هم ويلي، له امریکا سره يې د نهم پړاو مذاکرات په کاميابۍ سره بشپړ کړي دي او دواړو لوريو په دې توافق کړی، چې د دوحې پر وخت دوه بجې به تخنيکي ټيمونه پاتې بحثونه بشپړ کړي.

سهیل شاهين په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي، د امريکا اشغال پای ته رسېدونکی دی او د افغانستان کشاله به له سوله‌ ييزې لارې د تل لپاره حل شي.

د طالبانو او امریکا د نهم پړاو مذاکرات په داسې حال کې پای ته رسېدلي، چې طالبانو تېره ورځ د کندزو ولايت پر مرکز له څلورو خواوو بریدونه کړي وو.

په دغو بریدونو کې ګڼ شمير عسکر وژل شوي او ټپيان وو او لسګونه عسکر او پوليس طالبانو ته تسليم شوي دي.

خلیلزاد په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، طالبانو سره په خبرو کې يې له هغوی غوښتي، چې نور بايد دا ډول تشدد ته د پای ټکی کېښودل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

مبارک مو شه طالبانو سوله مو راوسته، آفرین مو شه خبری ډیری مثبتی وې. ځکه چی نتیجه یی مثبته ده. د ملک ګوډ ګوډ کی خلک خوشحالی کوی دا ټول ستاسو د ډیپلوماتیکو، هوښیارتیا، علمیت او په سیاست پوهنی له وجی ده. زنده باد امارت اسلامی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x