سر له سبا به تورخم دروازه د ۲۴ ساعتونو لپاره د خلکو او لاريو پر مخ پرانيستي وي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰وږی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان حکومت وايي، سر له سبا د سپټبر له ۲مې نېټې به د تورخم دروازه د مسافرو او بار وړونکو لاريو پر مخ ۲۴ ساعته پرانيستې وي.

د خیبر پښتونخوا ايالتي حکومت ويلي، تورخم دروازه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ تر ټولو ستره لاره ده، په ازمايښتي ډول به څلرويشت ساعته پرانيستي وي او څو ورځې وروسته به صدر اعظم عمران خان په رسمي ډول د تورخم دروازې د څلرويشت ساعته پرانيستو مراسمو کې ګډون وکړي.

د روان کال په لومړیو کې صدر اعظم عمران خان ويلي و، د اګست مياشتې تر وروستيو به تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ او بار وړونکو لاریو پر مخ څلرويشت ساعته پرانيستل شي.

تېره مياشت هم د لومړي وزير سلاکار ارباب شهزاد له يو شمېر چارواکو سره تورخم ته تللی و، هلته يې د تورخم دروازې څلرويشت ساعته پرانيستو لپاره د چمتووالي څارنه وکړه.

ارباب شهزاد په تورخم کې رسنيو ته ويلي و، چې د خلکو د تګ راتګ او بار وړونکو لاريو د اسانتيا لپاره به د تورخم دروازې او پاسپورټ ادارې کارکوونکي شپه ورځ کار کوي.

د تورخم دروازې له لارې هره ورځ له لس زرو زيات خلک دواړو خواوو ته اوړي او هره ورځ سلګونه بار وړونکې لارۍ تېريږي، خو په تورخم دروازې د شرطونو سختوالي له امله دواړو لوريو ته هره ورځ سلګونه بار وړونکې لارۍ ولاړې وي.

که د تورخم دروازې څلرويشت ساعته پرانيستل شي، دې سره به د عامو خلکو سربېره بار وړونکې لارۍ هم له اسانتياوو برخمنې شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

د اشرف غنی د دوره او د کرزی دوره فرق کوی کله به چی د کرزی په دوره کی پاکستان د تورخم دروازه وتړله نو کرزی به پاکستان ته د عذر لپاره ورغی مګر اشرف غنی ورته وایی چی یوه ورځ نه بلکه د ټول عمر لپاره یی وتړله چی زړه دی یخ شی نو دوی (پاکستان) پوهیږی چی پدی سره پاکستان ته اقتصادی زیان اوړی نو له همدی امله کله وایی چی سبا یی خلاصوو کله وایی عمران خان یی خلاصوی او بیا کله وایی موږ اجازه نه ورکوو چی د افغانستان ټول توکی د پاکستان د هوایی او… نور لوستل »