افغانستان

فارياب: هوايي بريد کې د يوې کورنۍ ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې«انځورونه»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰وږی، ۱۳۹۸ل): د ولسي وګړو په کورونو د هوايي بريدونو او شپنيزو چاپو په دوام دا ځل په فارياب ولايت کې په يو هوايي بريد کې د يوې کورنۍ ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپورونه وايي چې نن سهار د فارياب ولايت په ګرزيوان ولسوالۍ کې د يو ولسي وګړي په کور هوايي بريد وشو چې په نتيجه کې يې د يادې کورنۍ ۱۲ تنه ووژل شول او اته نور ټپيان شول.

په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د فارياب د ولايتي شورا غړی صبغت الله سيلاب وايي چې وژل شوي کسان ټول بې ګناه ولسي وګړي دي او له وسله والو سره يې هيڅ تړاو نه درلود.

د فارياب ولایتي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې تيره شپه د غزني ولايت په ناوه ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د يادې ولسوالۍ په بازار کې د ولسي وګړو سل دوکانونه سوځولي دي چې له امله يې ملکي وګړو ته دروند مالي زيان اوښتی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x