ورزش

عزیزي بانک د بنګلدېش سفر لپاره ملي لوبډله سپانسر کړه

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۰ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ له تيرې اوږدې مودې راهیسی د مسلسل سپانسر يا مالي ملاتړ موندلو کې ستونزې لري چې د بېلا بېلو شرکتونو سره د موقت وخت لپاره تړون لاسليکوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې د عزیزي بانک، د بنګلدېش لوبډلې پر وړاندې د افغان لوبډلې د يوازينۍ ټېسټ لوبې او د بنګلدېش او زمبابوې سره د درې اړخيزه شل اوريزه سياليو لپاره د لباس عمومي مالي ملاتړ وکړ.

دغه قرارداد نن د افغانستان کرېکټ بورډ کې د عزيزي بانک مرستیال اجراییوي مشر ښاغلي محمد عثمان نوروزي او د افغانستان کرېکټ بورډ سرپرست عملیاتي رییس ښاغلي حمید رشیدي ترمنځ لاسلیک شو.

افغان لوبډله چې اوسمهال په بنګلديش کې ددغه ځای لوبډلې سره په دوه ورځني تمريناتو سیالۍ بوخته ده، د سپتمبر مياشتې په پنځمه نېټه یوازینۍ ټيسټ لوبه ترسره کوي.

دا به لومړی وار وي چې افغان لوبډله په ټيسټ سيالۍ کې د بنګلديش پر وړاندې مخامخ کيږي، له دې وړاندې يې د هند او ايرلينډ پر وړاندې ټيسټ سيالۍ ترسره کړې ده.

د عزيزي بانک مرستيال اجراییوي مشر ښاغلي محمد عثمان نوروزي وويل، دا چې کرکټ د افغانستان لپاره د وياړ لوبه ده، نو عزیزي بانک له دې وړاندې هم له کرکټ بورډ سره همکاري کړې، اوس يې هم کوي او په راتلونکې کې به هم له کرېکټ او کرېکټ بورډ سره همکاره پاتې شي.

د يادولو ده چې د بنګله دېش په سفر کې افغانستان له بنګله دېش هېواد سره يوازينۍ ټېسټ لوبه د سپتمبر په ۵مه نېټه پيلوي او همدا راز بيا له بنګله دېش او زمبابوې سره د درې اړخيزه شل اوریزه سيالیو لوبلړۍ ترسره کوي.

افغانستان لوبډله به په درې اړخيزه شل اوريزو سيريز کې خپله لومړۍ لوبه د زمبابوې سره د سپتمبر په ۱۴مه، دويمه لوبه له بنګله دېش سره د سپتمبر په ۱۵مه، دريمه لوبه له زمبابوې سره د سپتمبر په ۲۰مه او څلورمه لوبه د بنګله دېش پر وړاندې د همدې میاشتې په ۲۱مه او د دغو سياليو پايلوبه به بيا د سپتمبر په ۲۴مه ترسره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x