افغانستان

سرور دانش: هغه نوماندان چې سوله تر ټاکنو اړینه بولي، له طالبانو سره په اړیکه کې دي

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۰ وږی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر دوهم مرستیال «سرور دانش» یو ځل بیا ټاکنې تر سولې مقدمې بللې او هغه کسان یې چې ټاکنې د سولې په پرتله کمې راولي؛ له طالبانو سره په اړیکه لرلو تورن کړي.

دانش چې په کابل کې یې یوې کمپایني غونډې ته خبرې کولې، وویل « د ټاکنو لپاره ټول لازمي تدابیر نیول شوي او د مېزان په شپږمه به پرته له کومه شکه ټاکنې ترسره کېږي، د حیرانتیا ځای دی چې ځینی کسان سره له دې چې نوماندان دي، بیا هم سوله خپل لومړيتوب بولي او په ټاکنو باور نلري».

نوموړي زیاته کړه « دا کسان یا په خپل ځان باور نلري او یا هم له بهرنیو کړیو او طالبانو سره اړیکي لري او د هغوی په اشاره د ټاکنو په وړاندې خنډونه جوړوي، کنه په افغانستان کې داسې څوک شته چې هغه دې ټاکنې د ډیموکراسۍ د یوه مهم عنصر، د سیاسي نظام د اساس او د یوه نظام د مشروعیت د بنسټ په توګه نه پېژني.»

د دانش په خبره، سوله اړینه ده؛ خو دا پروسه دومره ځوروونکې او وخت نیوونکې ده، چې له نهو میاشتو نړیوالو هڅو وروسته لا هم له دې پروسې څخه هيڅ څرګنده پایله لاس ته نه ده راغلې.

ګډ حکومت داسې مهال سولې ته د ټاکنو په پرتله اهمیت ورکوونکي د طالبانو له ډلې بولي، چې له دولت ساز ټيم پرته  تر دې دمه ګڼو ټاکنیزو ټیمونو او د هغوی مشرانو سوله تر ټاکنو وړاندې بللې او ژمنه یې کړې، که سوله راشي له ټاکنو ورته تېرېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوالوفاء

موږ چي په ګران هيواد افغانستان کي د امريکايي استعمار او د هغو د ټيټو ګوډاګيانو خندوونکي او له شرمه ډکي ټاکني ليدلي دي او هم مو د دې زړې، ورستې، چڼاسکي او تر وخت تېري، خونړۍ ډيموکراسۍ له جنايتونو ډکي ناخوالي وليدلې، نو زموږ خلک به دغومره ناپوه هم نه وي چي د دغسي کرغېړني ډيموکراسۍ او انتخاباتو پلويانو په تېره په غلامي کي د قدرت وږي لېوني اشرف غني ته رايه ورکوي. مرګ پر دې د استعمار د لاس آلې دموکراسي، مرګ پر دغسي له درغليو ډکو انتخاباتو او مرګ پر هغه ګوډاګي چي د دغو شرمېدلو انتخاباتو… نور لوستل »

اجمل

طالبان له امریکی سره سوله کوی نه له ملت سره. ګوری د هغوی حملی په کندز او بغلان کی چی نتیجه صرف د خلکو او په خپله د طالبانو وژنه نور څه نه وه. هغوی غواړی چی وښیی چی دوی یو قدرت ده تر څو ځانونه د آینده حکومت کی مطرح کړی. که سل ځلی هم په بهر کی د سولی هوکړه لیکونه امضا کړی فکر نکوم چی کومه نتیجه به ولری. بهتره دا ده چی افغانی غونډی او جرګی په داخل د افغانستان کی د افغانانو لخوا جوړی شی بدون لدی چی د پردیو تر اغیز لاندی وی. د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x