
مونږ ولي وروسته پاتې یو!
سباوون ننګرهاری
وایې چه د نړۍ هیوادونه په دریو برخو ویشل شوي:
۱ ـ پرمخ تللي.
۲ ـ مخ په ودې.
۳ ـ وروسته پاتې.
لویدیځ میشته هیوادونه دوروسته پاتي،جاهل او دمخدره موادو قاچاقبران لنډه داچه کوم نوم ورته بد تر سترګو شوی هغه یې په مونږ ختیځ میشته هیوادونو تپلی او بالآخره مونږ.دټولو بدبختیو سرچینه ګڼي.
خو بل اړخ ته بیا دخپلو خوښیو ،رفاهې کارونواو دخپلو هیوادونو دښیرازئ لپاره همدا مونږ دبشرې ځواک په بڼه کاروي چه ګټه یې دوی اخلې مونږ هسې لکه دماشین پرزې استعمالوي!!
زمونږ دهیوادونو یو زیات شمیر اتباع په کلنو کلنو هلته خپله غوښه او هډوکي اوبه کړي تر څو په بدل کې یو څو ډالره تر لاسه او دخپلې کورنئ نفقه یې کړي.
دالړۍ بیا په همدې خبره پای ته نه رسیږي بلکه کله چه همدا بشرې قوه له کاره ولویږي مانا داچه دبوډا توب ګودر ته ورسیږي ،بیا خپله پانګه راټوله او هغه ددې لپاره ولګوي څو خپل ځای ناستی بچی یا ورور یې په مټ دعلی البدل په توګه هلته دچوپړ لپاره ولیږې او دتیر په شان یو څو ډالرې یا یورو خپلې کورنئ ته وګټي ،داسلسله بیا همداشان روانه وي او نورو نسلونو ته انتقالیږې.
دا کیسه ډیره اوږده ده.
زه به یې رالنډه کړم او ددې په ظاهرې بڼه ګټه خو په باطن کې دټول ژوند تاوان لامل باندې به لیږ وغږیږو،چه داهرڅه ولې!؟
اومونږ څنګه وروسته پاتې یو!؟ او لویدځه نړۍ څرنګه پرمخ تللې اسباب یې څه دي؟ هغوی ولې مونږ.لوبوي؟
لنډځواب یې دادی چه دهغوی پړه نده.
هوکې هغوی یو کلتور لري چه کله یې هم په ټولنه کې کوم غړی دودې په مهال ولویږې یا ناکام شي،نو بیا یې دټولني هر غړی داوچتولو او بیرته په پښو درولو او دبري تر منزل رسولو لپاره په داوه طلبه توګه خپله ونډه اخلي او هر راز مرستي لپاره یې ډګر ته دانګي او تر څو یې چه هغه خپل منزل ته نه وي رسولی دکرار ساه نه اخلې.
هغوی دایثار او قربانې اوترحم هغه ماده چه دمسلمان خاصه ده،خپله کړي؛ خو بل لور ته ددې برعکس زمونږ اوتاسو ختیځ میشتو هیوادونو کې دا دود او کلتور ګرځیدلی چه کامیاب وګړې پسې به تر هغو تخریب کوو تر ځو مو چه دبریا او هغه اوچت مقام څخه راغورځولی نه وي او بیرته مو دناکامې پرزې په بڼه ټولنې کې درولی نه وي،دازمونږ دوروسته والې او ناکامئ تر ټولو لوی او ستر لامل ګڼل کیږي!
درنو خوږو او قدرمنو لوستونکو دا چه دا موضوع څو نور اړخونه هم لري زه به ددې موضوع په هکله یو ځل بیا تاسو سره د زړه خواله کوم ان شاءالله.
سباوون ننګرهاری
څکه چې زمونږ مکتبيان احمقان او هیواد دوسته ندي ، هغوی اپورتونیسته او پیسه طلبه دي
او ډیر وړیا او ژر خرڅيږي !!
پتنگه وروره! سر جمع سودا مه کوه غاری دی بندیزی، مکتبی نه حزب دی، نه قوم او نه هم کوم سیاسی طرف. که سوک ووایی چی زموژ علما یا طالبان تول د پاکستان مزدوران او غلامان دی، خپل مکاتب، مساجد، کلینکونه، سرکونه، پلونه او … ورانوی، دا غته بی انصافی ده زکه داسی واقعی علما او طلبا الحمدالله لرو چی هم د اشغال خلاف دی او هم د تور پنجاب د ظلمونو او توطیو. هیله ده شکنزل مه کوه، دا خبری چی مکتبی او د مدرسی د شاگرد تر منخ د تفرقی واتن پیدا کول د کرنیل امام، حمیدگل، اختر… نور لوستل »
پتنګ صاحب په ډیر افسوس سره باید وویل شی چی بلی همدا نیمه منورین د مکتبونو او مدرسو دی چی افغانستان ئي د ۱۹۷۸ کال راپدی خوا په روسانو او امریکایانو خرڅ کړ او همدا بړیڅ او غیرتی په خپله خاوره ، مذهب او کلتور مین بی سواده ملت دی چی ددی ظالمو قدرتونو په مقابل کښي راپورته شوی وو او دی !!!!
پنتګ ته: کچیری مکتبی نوای نو پلار بدی لا تر اوسه خپل غاښونه په ډمانو ښکل او ### بدی په غوجله کی لنګیدله. مکتبیانو خو ځانمرګی نه پیژند خو تاسو د اسلامی کلچر یوه برخه وګرځوله، نور به څه نوایم خو دومره درته ووایم چی دا د مکتب او د مدرسی خبرو ته لمن مه وهه که په ریښتیا مسلمان یی.
اجمل خانه، ملا او دکلي خلکو افغانستان په روسانو او امريکايانو نه دي خرځکړي، بلکي زموږ روشنفکرانو. زه ټول په يوه لښته نه وهم، اما دنني او پروني روشنفکرانو نه مي ډير نفرت راځي. دوي په خبره او عمل کي يوندي او زه باورنه پري کوم. همدغه ښاغلي روشنفکران دټولو بدبختويو لامل دي. ارګ ئي په فاحيشه خانه بدل کړي او بيا د ملت نه هم په ډيره سپينسترګي سره دانتخاباتو رايه غواړي. دشپي په ډيره نامردي دخلکو کورو ته ورځي، بيناموسي او قتلي عام کوي.دا ملا او دکلي خلک ندي، بلکي ددالرو عياش بدماشان دي. خداي د ما د… نور لوستل »
په څه نادیروموسرده
کم عقله که همداطالب نه وای نن به دی هم لوراوکورپه امریکایی بیسټ کی شپی سباکولی
پورته تحلیل یو ډیر اوم او نوکرانه او بچګانه تحلیل دی اصلاً د استعمار او امپریالیزم د برائت نښی پکی له ورایه ښکاری.
ګران سباوون وروره!
هر قوم چې غلام وي او د بل په واک وی.
هغه قوم به څه پر مخ لاړ شي،چې هلته امن نه وي،چې همیشه یې خپل لاس د یوڅو پیسو په خاطر د ورور په وینو لړلۍ وي.
امن وی اقتصاد خپله جوړیژي.
دا اقتصاد ده وچه نیمه ډوډۍ وي او توروې ورسره وي او د غره لمن کې د میژو وزو رمه درسره وی.
دا هرڅه هلته خوند کړی چې امن وی.
یاالله ته زموژ هیواد کې امن راولې.
د ګران هیواد سوکاله اسلامي امارت افغانستان په هیله؛
زما کمینټ ولې رد شوﺉ