افغانستان

برتانیا: دافغانستان له دولتي عسکرو سره مرستو ته دوام ورکوو

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۰ وږی، ۱۳۹۸ل): د برتانیا هیواد د دفاع وزیر افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له ګڼو امنیتي چارواکو سره لیدلي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی، چې هیواد به یې د دولتي عسکرو مرستې او تقويې ته دوام ورکوي او دوی به یوازې نه پرېږدي.

د برتانیا د دفاع وزیر « گوین ویلیامسون» نن ورځ په کابل کې د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا له سلاکار ملي امنیت سره په لیدنه کې ویلي، چې هیواد یې تیار دی د افغان ځواکونو وړتیاوې لوړې کړې او په ځانګړي ډول د هوايي ځواک په پیاوړي کولو او نظامیانو ته د پرمختللو طبي هنرونو په ور ښودلو کې رغنده رول ولوبوي.

نوموړي زیاته کړه، برتانیا له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو مرستې ستایي او تر خپله وسه په دې برخه کې مرستې نه سپموي.

د ویلیامسون په خبره، د برتانیا خلګ هغه وخت په خپل ښار او کوڅو کې امنیت احساسوي کله چې افغانستان امن وي.

د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې د ملي امنیت شورا سلاکار وویل، چې له هرې ممکنې لارې د افغانستان د ثبات او امنیت هڅې کوي او نه پرېږدي جګړه راتلونکو نسلونو ته پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

اروبایان او په تیره بیا انګریزان تر ټولو لوی شیطان قوم دی ، تر نیم زیات اروپایی هیوادونو د استعمار بیرغ تل په لاسو کی نیولی کله دلته او کله هلته هیوادونه او مظلوم بشریت استثمار او غلاموی. په اخری څو پیړیو کی چه امریکا ټول براغظم یی غصب او مستعمره کړو او د متحده اضلاع ، کاناډا او داسی نور د انګریزانو مستعمری یی پری جوړی کړی نړیوال استعماری بزنس ته یی هم بدلون ورکړو. هغه دا چه مطلوبو هیوادو کی یو شمیر بی ضمیره د مالی پیرزونی لاندی نیسی عیاشیو او فحاشیو او بیلونر تری جوړوی، په دروغو… نور لوستل »

ابوالوفاء

تاسي انګرېزان به غواړئ چي په دغو ماته خوړلو او ټيټو مريانو له افغانانو څخه د خپلو تېرو شرمناکو ماتو غچ واخلئ، خو په دې پوه سئ چي دلته بيا خپله روغه… په ماهيانو خورئ.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x