افغانستان

فراه کې د سړک د غاړې ماین «۸» تنه وژلي

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۰ وږی، ۱۳۹۸ل): په فراه ولایت کې د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون «۸» تنه وژل شوي.

د فراه ولایت د پولیسو ویاند «محب الله محب» وایي، پېښه نن ورځ له غرمې وروسته ۱:۳۵ دقیقې د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ په حدودو کې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې د دوو مېرمنو او ۳ ماشومانو په ګډون ۸ تنه وژل شوي.

محب د برید پړه د طالبانو په غاړه اچولې او په خبره یې « طالبانو غوښتل د اناردرې ولسوالۍ د پولیسو مشر ووژني؛ خو هغه له دې پېښې روغ وتلی او په پېښه کې یې د کورنۍ د غړو تر څنګ دوه ساتونکي هم له لاسه ورکړي».

بل لور ته د فراه ولایت امنیه قومانداني وايي، د اناردرې ولسوالۍ د پولیسو مشر په پېښه کې ټپي شوی او دا ګړۍ تر درملنې لاندې دی.

یاده دې وي، چې طالبانو تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x