
غزل؛ پير محمد کاروان
پير محمد کاروان
یه د زرو پلټونکیه ، چې یې سر په منزلونه
که نصیب دې شولې خاورې، په کې وکره ګلونه
ګرځوې په لاس کې ولې، تش تارونه تش تارونه
جوړوه ترې امېلونه، د میَنو رومالونه
دا یادونه دا یادونه ، دا خواږه خواږه دردونه
کړه زرغون یې چې شي پاتې، تر یو باندې زر کلونه
د سپوږمۍ شپه ده ځنګل دی، زمزمې دي او مزل دی
موسیقي خوره وره ده ، لکه زلفې ولونه ولونه
سرمایه د نغدې مینې، د ژوندون له صراف واخله
په خوند کار له اصراف واخله، د موسکا وېشه لالونه
زړونه څانګې څانګې ونې، پاڼې پاڼې یې لفظونه
لاروي دې کړه کاروانه، غزلونه غزلونه
۱۰ سنبله ۱۳۹۸ هجري شمسي