نظــر

کندز او ناوه، د ښکیلو خواوو د جنګي اخلاقو پرتله

أبو عابد

طالبانو وړمه شپه په کندز ښار برید وکړ، د دې ښار ډیری سیمې یې ونیولې، د ښار تر زړه پورې یې پرمختګ وکړ. ډیری دولتي ادارې، امنیتي حوزې او نور حکومتي اماکن یې تر کنترول لاندې راوستل چې ځینې یې تر اوسه تر واک لاندې دي. دښمنو رسنیو دا ځل هم د تېر په شان کوښښ کاوه چې له کندز څخه یو بدغونی تصویر وړاندې کړي. خو رسنیو هیڅ داسې منفي نکته پیدا نکړه چې د طالبانو په ضد په تبلیغاتو کې ترې کار واخلي. طالبانو خپل عملیات په ډیر دقت طراحي کړي وو. رسنیو یوازې د څلور تنو ملکي وګړو دوژل کیدو او څونورو د ژوبلېدو خبر ورکړ، چې هغو ته هم شاید د ښار په ځینو برخو د امریکایي الوتکو په بمبار کې زیان رسیدلی وي. نور نه خو طالبانو ملکي وګړو ته زیان ورساوه، نه یې د چا دوکان او کور تخریب کړ، حتی دولتي اماکن یې هم ونه سوځول. طالبانو په یوه فدایي برید کې عسکر په نښه کړل او ځینې غرضي خبریالان چې د ملکي مرګ ژوبلې شواهد په لاس نه ورتلل نو یې د کندز د امنیه قومندانۍ د ویاند سرور حسیني په وژل کیدو ساندې او سلګۍ پیل کړې. له دې څخه ښکاري چې په کندز کې د طالبانو لخوا ملکي وګړو ته هیڅ نوع زیان نه دی رسیدلی. ځکه که داسې څه وای رسنیو به په ډیر آب و تاب انعکاس ورکړی وای او اوس به د ټولو رسنیو سرټکی وای.

له دې څخه ښکاري چې طالبان د اولس ژوند او مال ته ډیر درناوی لري او حتی د جنګ په حال کې هم له شرعي او اخلاقي حدودو تجاوز نه کوي. اما راشئ مقابل اړخ یعني خارجي اشغالګرو او د کابل رژیم عسکرو ته چې دوی د عام اولس له ژوند او شتمنیو سره کوم ډول لوبې کوي؟؟

د غزني ولایت ۹ ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي، له دې جملې یوه هم د ناوې ولسوالي ده چې کوچنی بازار هم لري. همدا تېره شپه (د سپتمبر لومړۍ نیټه) ګډو ځواکونو د ناوې ولسوالۍ په همدې بازار یرغل کړی دی. او تر سهاره یې د بازار د یو مخیز تخریب عملیات ترسره کړي دي.

د مستند راپور له مخې د اجیر رژیم عسکرو په دې عملیاتو کې د ناوې بازار چې له سلو زیات دوکانونه یې درلودل په بشپړ ډول تباه کړی دی. د ناوې په مرکز کې دوه روغتونونه، څلور هوټلونه، درې د تیلو پمپونه او تر سلو زیات دوکاونه یې سوځولي او نړولي دي. دغه راز یې په بازار کې موجود د عامو خلکو موټران او موټر سایکلان هم ټول سوځولي دي. مطلب دا چې د ناوې په بازار د حملې په وخت چې عسکرو ته هر څه په مخه ورغلي نو سوځولي او نړولي یې دي او هیڅ شی یې سلامت نه دی پرې ایښي.

دا یوازې د ناوې بازار نه دی، له دې وړاند په تخار، هلمند او ګڼو نورو سیمو کې هم دولتي عسکرو هغه بازارونه نړولي چې د طالبانو تر واک لاندې سیموکې دي. په کندز ښار د طالبانو محتاطانه عملیات او د عسکرو لخوا د ناوې د بازار مکمل تخریب ثابتوي چې اصلا تروریستان او تخریبګر  خارجي او داخلي عسکر دي، چې د خپل واک له ساحې بهر هیچا ته د ژوند حق نه ورکوي او نه یې د سر او مال پروا ساتي. بالمقابل طالبان په ټوله معنی شرعي او اخلاقي اصولو ته تعهد لري، نو ځکه حتی د دښمن تر واک لاندې ساحه کې هم د خلکو د ژوند، مال او شتمنیو حفاظت خپل مسؤلیت ګڼي.

د اشغالګرو او ګوډاګیانو تخریبګرانه کردار ثابتوي چې دغه ازاریان د بقا چانس نلري، بالمقابل د طالبانو ښه چلند، اخلاقي اصولو ته ژمنتیا او د خلکو د سر او مال ساتنې ته توجه د دې خبرې نغد ثبوت دی چې الله تعالی به دې ډلې ته په ځمکه بقاء ورنصیب کړي. ځکه د الهي قانون له مخې هغه څوک د بقاء چانس لري چې خلکو ته مفید وي. الله تعالی فرمایي: واما ما ینفع الناس فیمکث فی الارض . . . ژباړه: او کوم چې خلکو ته ګټه رسوي نو په ځمکه کې پاته کیږي. . . الرعد ۱۷  آیت

نو اشغالګر او اجیران دې هیڅکله له خپل تخریب او ظلم څخه د بریا امید نه کوي، بلکې همدا یې د زوال زیری او پيلامه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

22 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

په خیرونو په خیرونو، ابو عابد ته ، نه طالیب او نه دولت دواړه د صفت وړ نه دی،دواړه د قدرت.پیسی،لپاره د بل په امر جنګیږی. دولت او د طالیب او د امریکا لاسونه د ملت په وینو سره دی، هیڅ قاتل د ښو اخلاقو څښتن نه شی کیدای، په کندز بغلان یرغل اسلام ته کومه فایده وکړه؟ اسلام کوم ځای کمبود وه ،چه په دا یرغل پوره شو؟ په بغلان کندز کی ټول مسلمانان اوسیږی ،ایا د اسلام په ښار یرغل جایز دی؟ بغلان کندز دارالاسلام او که دارالکفر دی؟ دا یرغلونه ،که په کندز ، بغلان او که… نور لوستل »

غوربندي

غميه
فاسد او لاسپوڅي او بد، چې بد ياد شي له بدو هيڅ نه کميژي خو سپېڅلو پسې دروغ تړل او بد يادول ستا اصلي او منافقانه دنده ده ،، ستا پوچ ليکل ستا لپاره خواري او ذلت دی،،، انتظار يې باسه.

غمی.پښتین

جوړ تازه، غور بندی ته، زه په خپله تبصره کی پوچ څه نه وینم،یو څو پوښتنی می مطرح کړی دی،البته دا پوښتنی د ټول ولس په خوله کی هم دی، همدا پوښتنی می له یوه طالیب قوماندان چه مولوی هم وه مطرح کړی.له ډیر قهر او عذاب څخه د یی خوله زګونه بادیدل ،او فقط دا یی تکرار سره وویل چه ملک اشغال،ملک آشغال دی،ملک اشغال دی. اوس ته هم په قهر شوی یی.کوم ځواب درسره نشته،ولس د پوښتنی حق لری،ځواب ورکول یا نه ورکول د دولت او د طالیب کار دی.خو باید ولس ونه ګواښل شی. ولس له قتل… نور لوستل »

غوربندي

هلکه تاسو مې ګواښلي نه ياست بلکه تنبيه مې درکړې، د خليلزاد څخه زده کړه وکړه، هغه وايي طالبان وطندوسته دي،، ته اصلا خپل ماغزه نه کاروې بلکه هغه څه ليکې چې په خوله کې درکول شوي.
لږ احساس درکې پيدا کړه
ستا تبصرې هيڅ ځای نه نيسي، که يې نيولاي حداقل يوه مثبته رايه خو به دې اخستې وای.

يا سم خلقي شه يا سم مسلمان، د دواړو ګډوله منافقت دی

عبدالله

عابد ته! پرتله:د اخلاقی ارخه شرابی شه دی که هیروینی؟؟ جواب به دا وی چی دواره معتادین او د زره سوی دی. دلته هم طالب او هم حکومت د ملت او سلیم عقل له نظره ظالمان دی او اخلاقی مفسدین دی. سوک دوکان نروی، سوک پل، سوک مدرسه الوزوی سوک بیا مکتب سوزوی، سوک بم غورزوی سوک بیا په مسجد کی زانمرگی کوی. اخلاق سه چی ددوی دایمان او عقیدی باندی سوال شته، زکه! په دی جنگ کی سو کفار مردار شول؟ سو کفار یرغمل شول؟ او کفاروته پکی سو مالی تاوان ورسید؟ دا میندی چی بوری سوی، خویندی چی… نور لوستل »

غوربندي

عبدالله وروره
ماته داسې بريښي چې تاسو ښځينه ياستی ځکه قضاوت مو کاملا عاطفي دی، په بل عبارت ښځينه حضرات يا هغه نارينه چې ښځينه محيط کې لوی شوي وي په حقوقي او قانوني بنسټ ولاړ قضاوت نشي کولای.
البته افغان عفيفې ميرمنې د داسې نارينه وو په نسبت چې د د دښمن د تبليغاتي ماشين سلنسر وهلي وي،، ډېرې حقبينه، غيرتي او حقپالې دي.

عبدالله

ترجمه: کله چی د جاهلانو سره مخ شی نو ورته سلام کوی.
غوربندیه ستا دپاره همدا کفایت کوی.
یا نر یا شزه منطق او استدلال مهم دی نه جنس.

غوربندي

عبدالله صاحب ته خو نه په ژغ ځې نه په سپاره ! مرکب جاهل کټ مټ داسې وي لکه ته چې د جګړې او جنګي وسايلو د فطرت له مخې د جګړې دواړو اړخونو ته ظالمان وايې. په جنس دې کار نلرم ولې عاطفي قضاوت دې د منلو نه دی،، البته دا هم امکان نلري چې عاطفه ونلرو،، مهمه داده چې په عقل او نقل مو غالبه نه اوسي. طالبان د اربکيانو او ګوډاګيو عسکرو په مرګ ژوبله دايما افسوس کوي،، همدا د دوی عاطفه ده خو دا عاطفه نبايد ستا د تمې سره سم دومره غالبه واوسي چې له… نور لوستل »

جميل

غمی صاحب ! آيا دا جايز دی چی کفار دی زمونږ هيواد اشغال کړی ، داجايز دی چی زمونږ د رئيس جمهور؟ څوکی دی د يو ملک خارجه وزير ماته او دوو کسو ته وروويشی ، دا جايز دی چی بهرنيان زمونږ افغانان بنديانوی او هری خواته يی وړی ، دا جايز دی چی بهرنيان زمونږ کورونه ، مسجدونه ، شفاخانی ، بازارونه او هرڅه بمباردوی ، د قرانکريم او اسلامی شعائرو بيعزتی کوی ،…..، ؟ هو دا جايز دی چی غاصب کفار او د هغو منافق ملګری د سپيڅلو آزادی غوښتونکو پلاس په هر ځای کی قتل او ذليله… نور لوستل »

مجاهد

غنی چه د یو څو ډالرو یا مقام د پاره اشغالګرو ته [[ قضایی مصونیت ]] ورکړو چه په مټ یی امریکایان چه د دوی د کورونو د ساتنی او څارنی وخت کی هر څه تر سره کوی ترسره کولای شی د مقاومت خو څه چه د شکایت حق هم نه لری نو غمی ( ځدران ) بیچاره ته هم د کمیشن تر لاسه کولو دپاره هر څه چایز دی

انجینر بختور منګل

ښی چاری،
ابو عابد سلامونه.
که دا راته پر تله کړی چه.
طالیبانو څومره د کلداری کڅوړی ،د کندز او بغلان جنګ لپاره له پاکستان څخه تر لاسه کړی؟
دولت څومره د ډالرو کڅوړی له امریکا څخه تر لاسه کړی؟
اخلاق مخلاق پریږده،قاتلین به څه وی؟اخلاق به یی څه وی؟

اجمل

د کندز او د بغلان له حملی تاسو طالبانو څه تر لاسه کړل؟ مشران مو په قطر کی پلونه خوری په والله که خبر هم وی چی چیری جنګ دی یا ندی. ځکه چی د جنګ قومانده د نورو په لاس کی ده. هغوی تش په نامه مشران دی چی خیټی یی غټی کړی.

پتنګ

اجمل جانه ددالرو لپاره هر کار کوې !

جميل

يوی ډلی ته الله تعالی او د هغه رسول محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم اخلاق ورښوولی او بلی ډلی ته شيطان ، کفارو او منافقينو اخلاق ورښوولی .

غمی.پښتین

په بحث کې ګډون وکړه…جوړ تازه،
جمیل ته،
رسول الله (ص)خو والله که چا ته دا ښودلی،چه جومات کی په روژه کی په عالیمانو او په مقتدیانو باندی ځانمرګی کوی.
ماینونه په لاره کی خښوی،ناوی وژنی،پلونه الوزوی.سړکونه ،د مسلمانانو په ښارونو کندز بغلان یرغل وروړی.
هر څه کوی .خو په اسلام تجارت مه کوی،

جميل

پشتينه ! ستا ماغزه شيطان پريولى دى ، تاته د مؤمن هرسه بد شكارى خو د شيطان د وتلى باد نه هم خوند اخلى

مجاهد

ع او غ ایجړ غلامانو د ځانو د باره د نورو پاڼو به شان په دی بیطرفه پاڼه کی د پښتین ، اجمل، غ حضرت نوری، عبدالله او داسی نور کمیشن کاران کینولی چه له سبین تور او تور سپین جوړ کړی. بخوا خو به یی د غلامی اداری صفت او مجاهدینو پسی ګډی وډی لیکلی، دا چه د غلامی اداری چه هیڅ ښی کړنی نه لری په ټولو بدو کی یی طلایی مدالونه ترلاسه کړی او ترلاسه کوی . اوس خپلواکان هم د بلواکانو سره په یوه تله ترازو کی راولی او مقایسه کوی یی وایی چه که غلامه… نور لوستل »

عبدالله

مجاهده! ته په لندن کی د تونی بلیر د پارک خخه فتوا ورکوی، دافغانانو وژلو حواله دی طاهر اشرفی دی او تور پنجابی پوج درته ملایکی شکاری، ایا ته خپل په حقیقت پوهیزی چی ته سه یی د کوم دالخور جاسوس یی؟؟؟
ستا، غوربندی او جمیل په اروند ما ویلی چی یا به انگریزان یاست یا به پنجابیان او یا هم بی علمه شنی کلی.
که به په اشغالگرو او کفارو خوشحاله یو خدای تعالی دی مو په هغو کی حساب کری او که به نه یو خدای تعالی دی سزا در کری چی بی زایه تهمت لگوی.

پتنګ

کله چې د هیټلر فاشستي عساکر ایطالیا او چکوسلواکیا ته ورسیدل نو په ځینو قریو او کلیو کې یې د ځایې مخبرانو په مرسته ټول د کلي خلک راټول کړل نر او ښځې یې ټول یوځایې و وژل او کلي یې ټول ورته ړنګ کړل او دا ددې لپاره چې اولس وډار شي او پاڅون ونکړي ! ترمپ هم المانی نژاده ده خبرې یې هم د فاشست دي غني هم د امریکا داسې دالري مذدور دی لکه د یوګو سلاویا هغه اوچیکا عساکر چې د هیټلر په خدمت کې لګیا ول او خپل اولس یې واژه! په افغانستان کې امریکایان… نور لوستل »

اجمل

تاسی او خدای: دا به کوم مسلمان قبوله کړی چی امریکایانو ته وایی تاسو سره سوله کوو، خو افغانانو سره سوله نکوو. اوس ټول پدی پوه دی چی طالبان د افغانستان د ورانولو لپاره موظف شوی،هغوی د پنجاب مزدوران دی په والله چی دی.

پتنګ

اجمل جانه ! دا خبره خو بې منطقه ده ! دا خکه چې امریکایانو اسلامي امارت چپه که او په ځای یې یو مذدور اوغل رژیم کشېناوو خو د اسلامي امارت پړانګانو له هرې خوا په امریکایې اشغالګرو او دهغوی په داخلي مذدورانو حملې شروع کړې او اشغالګر یې دې ته مجبور کړل چې لکۍ شاته واچوي !! امریکا له طالبانو سره د اسلامي امارت په نامه سوله کړې او امارت به بیرته جوړيږي نو په داسې منطقي پروڅيس کې زاړه مذدوران هیڅ حق نلري ،یواځې اويو اځې اولس او د اسلامي امارت نمایندګان د پرېکړو او څرنګوالي حق لري… نور لوستل »

پتنګ

اجمل جانه ! دا خبره خو دې بې منطقه ده ! دا خکه چې امریکایانو اسلامي امارت چپه که او په ځای یې یو مذدور اوغل رژیم کشېناوو خو د اسلامي امارت پړانګانو له هرې خوا په امریکایې اشغالګرو او دهغوی په داخلي مذدورانو حملې شروع کړې او اشغالګر یې دې ته مجبور کړل چې لکۍ شاته واچوي !! امریکا له طالبانو سره د اسلامي امارت په نامه سوله کړې او امارت به بیرته جوړيږي نو په داسې منطقي پروڅيس کې زاړه مذدوران هیڅ حق نلري ،یواځې اويو اځې اولس او د اسلامي امارت نمایندګان د پرېکړو او څرنګوالي حق… نور لوستل »

Back to top button
22
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx