افغانستان

پروان کې روغتیايي مرکزونو ته د درمل رسولو مسئولیت ساختماني شرکت ته سپارل شوی

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۰ وږی، ۱۳۹۸ل): په پروان ولایت کې محلي حکومت روغتیايي مرکزونو ته د دواء درمل رسولو قرارداد یوه ساختماني شرکت ته سپارلی، چې له امله یې غبرګونونه یې راپارېدلي.

د سلام وطندار د راپور له مخې، د محلي حکومت له لوري یاد قرارداد د ۳۰ میلیونه افغانیو په بیه یوه ساختماني شرکت ته سپارلو  ددې ولایت ولایتي شورا غړي غوسه کړي.

د پروان ولایت د ولایتي شورا غړی «غلام بهاولدین جیلاني» یاد قرارداد د یوې نموني په توګه یادوي او په خبره یې، نور دې ورته قراردادونه هم د ولایتي شورا له همغږۍ پرته له شرکتونو سره لاسلیک شوي.

بل لور ته د پروان ولایت د عامې روغتیا رییس «صفی الله» بیا وايي « کوم شرکت ته چې قرارداد ورسپارل شوی هغه تر دې وړاندې نظامي مرکزونو ته د دواء رسولو مسئولیت درلود او له دې امله چې کافي تجربه لري موږ ورسره دا قرارداد لاسلیک کړ».

د نوموړي په قول، د یاد شرکت د درملو رسولو سندونه یې ارزیابي کړي او تر تائید وروسته یې د ۲۹ میلیونه او ۵۰۰ زرو په قیمت قرارداد ورسره لاسلیک کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x