افغانستان

بدخشان کې چاودنې د اربکیانو قوماندان وژلی

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۰ وږی، ۱۳۹۸ل): د بدخشان ولایت په مرکز «فیض اباد» ښار کې د فوټبال یوه لوبغالي ته څېرمه چاودنې ددې ولایت پخوانی ښاروال او د اربکیانو مشهور قوماندان جنرال «نذیر محمد نیازی» وژلی.

د بدخشان ولایت امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي، پېښه نن ورځ «یکشنبه» ماښام مهال په فیض اباد کې د فوټبال یوه لوبغالي ته څېرمه رامنځته شوې، چې له امله یې نذیر محمد نیازی وژل شوی او دوه کسه نور ټپیان دی.

د بدخشان ولایت د عامې روغتیا رییس یاده پېښه او په چاودنه کې جنرال نیازي مرګ تائیدوي.

یاده دې وي، چې تر دې دمه پېښه کومې ډلې په غاړه نه ده اخستې.

نذیر محمد نیازی د فیض اباد ښاروال وو، چې څه موده وړاندې یې د مرکزي حکومت له لوري د ګوښه کېدو امر ورکړل شوی وو؛ خو نیازي خپلې دندې ته دوام ورکاوه او د مرکزي حکومت له لوري ولېږل شوي کس ته یې د ښاروالي د مسئولیت اخستلو اجازه نه ورکوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

بیا په داسو کسانو د چا زړه نه بدیږی خو انتحاریان د یو دوه کسانو په خاطر ډیری بیګناه کسانو شهیدان کوی.

مجاهد مع

د منافق تعریف : هغوی چه دوه مخه لری، لاندی تبصره کی د اربکی وژل ستایل شوی مګر د طالب انتحار هم پکی غندل شوی. انتحاری مادی بڼه لری او د مادس ګټو تزلاشه کوبو د يازه وی یا د کومی شځی سره چه مینه لری بل څوک یی واده کړی، د الله ج د قدرت او نصرت څخه هم ناهیلی شی طالبان د الله ج د رضا او مظلوم اولس د دفاع د پاره مال او ځان قربانی کوی. که د طالبان بریا پیش بینی نه کیدلی نو بیا خو مو لیکل [ چه ظالمو طالبانو هغه قوماندان په… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x