افغانستان

“روزګان کې ۳ امریکایي عسکر وژل شوي”

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۰ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، د روزګان ولایت په مرکز «ترینکوټ» کې یې سیمې ته د عملیاتو په نیت راغلو ګډو ځواکونو باندې برید کړی او د دولتي عسکرو تر څنګ یې امریکايي عسکر هم وژلي.

د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «د اروزګان مرکز ترینکوټ اړوند خانقې او شاه منصور سیمو ته امریکایي اشغالګر او داخلي عسکر د عملیاتو په نیت راغلل، چې له سخت غبرګون سره مخامخ شول. د جګړې په لړکې ۳ امریکایي او ۵ داخلي کمانډو عسکر ووژل شول، یو شمیر نور ژوبل شول.»

که څه هم  تر دې  دمه د ارزګان ولایت امنیتي چارواکو او نه هم د ناټو قاطع ماموریت د پېښې په تړاو څه ویلي؛ خو قاطع ماموریت یوازې په تېره اونۍ کې د خپلو دریو بهرنیو عسکرو د وژلو خبر ورکړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x