افغانستان

بدخشان کې هم دولتي عسکرو د ملکي خلکو ۴۰ کورونه سوځولي«انځورونه»

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۰ وږی، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې تيره شپه دولتي عسکرو د غزني ولايت ناوې ولسوالۍ په بازار کې د ملکي وګړو سل دوکانونه سوځولي دي په بدخشان ولايت کې يې هم د ملکي وګړو څلوېښت کورونه سوځولي دي.

راپورونه وايي چې د افغانستان شمال کې د پامير قول اردو عسکرو تيره شپه د بدخشان بهارک او وردوج
ولسواليو ترمنځ سيمو کې د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي او څلوېښت کورونه يې په بمونو الوځولي او سوځولي دي.

د سيمې اوسېدونکي د دولتي عسکرو له دې حالت نه شکايت کوي او وايي چې په دغه سيمه کې دولتي عسکر عام ولسي وګړي د طالب په نامه شکنجه کوي او کورونه يې ورنړوي.

د ولسي وګړو په کورونو د دولتي عسکرو په بريدونو کې ولسي وګړو ته په زياته اندازه مالي زيانونه اوښتي دي.

تر اوسه دولتي سرچينو او طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx