نړۍ

هند د نېږدې دوه میلیونه کسانو څخه تابعیت واخېست

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۰ وږی، ۱۳۹۸ل): د هند په شمال ختیځ ایالت اسام کې د نېږدې دوه میلیونه کسانو څخه چې قاطع اکثریت یې بنګالي مسلمانان دي تابعیت اخیستل شوی دی.

د هند حکومت پرون شنبه د اسام ایالت د دایمي اوسیدونکو لست خپور کړ چې په کې ۱.۹ میلیونه کسانو څخه تابعیت اخیستل شوی و او ۳۱.۱ د تابعیت په لست کې شامل شوي وو.

د هند حکومت وايي چې دوی هغه کسان چې د بنګلادیش د جنګ پر مهال هند ته مهاجر شوي وو معلوم کړي او هغه کسان چې اسناد نه لري هغه به بېرته بنګلادیش ته ولیږي.

خو څارونکي بیا وايي چې د هند حکومت غواړي په دغه کار سره میلیونونه مسلمانان له سیمې څخه وباسي.
مسلمانان د اسام ایالت درېیمه برخه نفوس تشکیلوي.

د ۱۹۷۱ز کال د بنګلادیش د جګړې پر مهال میلیونونه بنګالیانو هند ته هجرت وکړ او اکثریت یې په اسام ایالت کې میشت شول.
د هند حکومت دغه لست په اسام ایالت کې معرفي کړی دی او ټول خلک مجبور دي چې تر ۱۹۷۱ز کال وړاندې څخه په اسام کې د پاتې کېدو ثبوتونه وړاندې کړي.

په دې تړاو تقریبا ۳۳ میلیونه کسانو خپل اسناد حکومت ته تېر کال ورکړل چې په ابتدايي لست کې حکومت ۴ میلیونه څخه د زیاتو کسانو تابعیت واخیست خو په وروستي لست کې دغه شمېر ۱.۹ میلیونه ته ښکته شو.

په دې کې داسې مسلمانان هم ول چې د هند په پوځ کې يې لسګونه کال خدمت کړی و خو تابعیت ترې اخیستل شوی و.

دا په داسې حال کې چې د هند حکومت د هندوانو لپاره یو ځانګړی قانون جوړ کړی چې له مخې يې هغه هندوانو ته چې د افغانستان، بنګلادیش او پاکستان څخه هند ته شپږ کال وړاندې راغلي وي تابعیت ورکړي. البته مسلمانان نشي کولای چې له دغه قانون څخه ګټه واخلي.

څارونکي وايي چې د هندو نشنلست حاکم ګوند بي جي پي پلان درلود څو هغه هندوان چې د تابعیت له لست څخه وځي د نوي قانون له مخې تابعیت ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x