نړۍ

یمن: پر زندان د سعودي بمبارۍ لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژلي

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۰ وږی، ۱۳۹۸ل): د سره صلیب مسوولین وايي چې د یمن په یوه زندان باندې د سعودي جنګي الوتکو بمبارۍ لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژلي دي.

دغه بمباري د یمن په جنوب غرب کې نن یکشنبه شوې ده.

سعودي په مشرۍ اتحاد د حوثي یاغیانو خلاف د تېرو څلورو کلونو راهیسې په یمن کې جګړه پیل کړې ده.

د سعودي حکومت وايي چې دوی د حوثیانو نظامي مرکز د نړیوالو بشردوستانه قوانینو سره سم بمبار کړی دی.

خو د سره صلیب یو مسوول ایسوشیټډ پریس ته ویلي چې دوی اټکل ښيي چې تر ۱۰۰ زیات کسان هلته وژل شوي دي او دوی کوښښ کوي چې ټپيان وژغوري خو د بریالیتوب چانس بیخي لږ دی.

بل لوري ته د حوثیانو د روغتیا وزارت ویاند یوسف الحادري ویلي چې د یکشنبې بمبار په یو زندان شوی دی او لږ تر لږه ۶۰ کسان په کې وژل شوی دی.

هغه زیاته کړې چې ۵۰ نور کسان ټپيان دي او په دغه زندان کې ټولټال ۱۸۵ بندیان ول.

د یادونې وړ ده چې سعودي د امریکا په مرسته تر دې دمه په یمن ۱۸،۰۰۰ ځله بمباري کړې ده. سعودي وايي چې دوی د یمن د ولسمشر په غوښتنه په یمن کې مداخله کړې څو د حوثي یاغیانو مخه ونیسي.

د یمن په جګړه کې تر دې دمه لسګونه زره کسان وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x