نظــر

سوله او ټاکنې

خلیل الله صافی

د طالبانو او امريكا ترمنځ نهم پړاو خبرې تيره شپه په دوحه کې په برياليتوب سره پای ته ورسيدې.

ښاغلي خليلزاد، نن سهار د خپل ټويټر په صفحه ليكلي وو “موږ په قطر کې له طالبانو سره د خبرو دغه دور پاې ته ورساوه. زه به نن وروسته د سلامشورو لپاره کابل ته سفر وکړم. موږ د یوه داسې توافق په درشل کې یو چې زورزیاتی به لږ کړي او افغانانو ته به ور پرانیزي چې سره کښیني او د یوې باعزته او پایدارې سولې او د یوه متحده او بااقتداره افغانستان په اړه چې متحده ایالتونو، متحدینو یې او بل هیواد ته ګواښ ونکړي، مذاکرات وکړې.”

همدارنګه د طالبانو د سياسي دفتر وياند ښاغلي محمد سهيل شاهين نن سهار پخپل ټويټ پاڼه ليکلي وو “‏د مذاکراتو اوسنۍ دور مو د شپې ناوخته په کامیابي سره پای ته ورساو، البته پدې توافق وشو چې نن دورځې دوه بجې د امریکایي ټيم سره ځینې تخنیکي خبرې هم بشپړې کړو. خپل مجاهد او مسلمان ولس ته ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌ا‌‌‌‌‌‌ډ ورکوم چې داشغال دخاتمې او د افغانستان د مسئلې دسوله ایز حل په درشل کې یو.”

د يوې باوري سرچينې د وينا له مخې، د هوکړه ليک مسوده به واشنګټن او د طالباانو رهبرۍ شورا ته د وروستۍ کتنې او تايد لپاره واستول شي. دا پدې مانا نده چې د وروستي پړاو مذاكراتو په جريان كې دواړه لوريو له خپل مشرتابه سره مشورې نه دي كړي. ددواړو لوريو د مشرتابه وروستي نظريات په وروستي متن کې ځای شويدي.

زما په اند د خبرو لسم پړاو به يواځې په هغه صورت کې ترسره شي که چیرې د واشنګټن یا طالب مشرتابه لخوا د هوکړه ليک په متن کومه جدي نيوکه ترسره او يا د توافقنامې د ځينې اساسي جزياتو په هکله د بدلون غوښتنه وشي، خو د هوکړه ليک متن د دواړه لووريو د مرکچيانو لخوا داسې په دقت او باريکۍ څيړل شويدې چې که د کوم بدلون غوښتنه وشي، ښایې هغه به يواځې د سولې د بهير د راتلونکو پړاونو د سرعت او تقويت پخاطر واوسي.

لکه څنګه چې اټکل کيږي که نيوکې لږې وي او يا هيڅ نيوکه ونشي، نو بیا لسم پړاو ته اړتیا نشته.

ځينې طالب سرچيني وايې چې دوی په ډير دقت د هوکړې په متن کې ټول اړين ديني اساسات او ملي ارزښتونه په پام کې نيولي دي، همدارنګه د طالبانو د ستر رهبر د سياسي مرستيال ملا برادر اخند په شمول د رهبرۍ شورا ځينې نور غړي هم د مذاکراتي ټيم غړي دي او ددې ترڅنګ طالب مركچيانو د هيواد د نامتو او جيدو علماء کرامو مشوره هم اخيستې ده، نو ځکه د طالب مشرتابه لخوا ښایې د کوم خاص بدلون غوښتنه ونشي.

د سولې په تړاو د طالبانو او امريکا جديت ته په کتو تمه کيږي چې د راتلونکې يوې يا دوه اونيو په ترڅ کې به په دوحه کې د هوکړه ليک د لاسلیک کولو او اعلان مراسم ترسره او له هغې وروسته به يين الافعاني خبرې ډير ژر پيل شي.

له هوکړې سره سم به متحده ایالات او ناټو په تدریج سره په څو مرحلو کې خپل ټول ځواکونه او قراردادي سرتيري د ټاکلي مهالويش له مخې چې په هوکړه ليک کې ذکر شوې د ترهګرۍ ضد جګړې په اړه د طالبانو ژمنې پلي کيدو ته په كتو له افغانستان نه وباسي.

امريكايی چارواكو ته نږدې سرچينې وايې چې په افغانستان كې د امريکايې سرتيرو د شتون په اړه د ټرمپ او جنرال ډنفورډ وروستي ضد او نقيض بيانونه د طالب جنگياليو په وړاندې د افغان حکومت د امنيتي ځواکونو د لويدلي مورال د پياوړتيا پخاطر دي تر څو د سولې د هوکړې د اعلان ترمخه لوی ښارونه د طالبانو لاس ته ونه لويږي او د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه د امريکا رسمي دریځ هغه دې كوم چې د دوحې په مذاكراتو كې امريکايي مرکچي پلاوې له طالبانو سره پرې هوکړې ته رسيدلي دي.

یوه سرچینه وایې چې خلیلزاد د اروپايي ټولنې له مرستندویانو کوم چې له افغان دولت سره اقتصادي مرستې کوي غوښتي چې د بين الافغاني خبرو اترو د پيل او تل پاتی سولی د راتلو په پار له هغه سره همغږي او په ولسمشر غنی د ټاکنو د ځنډیدو لپاره فشار راوړي، دا پدی مانا ده چې طالبانو د خپلې رسمي پاليسۍ سره سم د انتخاباتو د ځنډ، د راتلونکي حکومت د تشکيل، اساسي قانون د تدوين، عمومي اوربند او نورو کورنيو مسايلو په اړه له امريکا سره رسمي هوکړه يا کومه پټه معامله نده کړې، ټول کورني مسايل به په بين الافغاني خبرو کې تر بحث لاندې نيول کيږي او پريکړه به پرې کيږي، البته پدې ټولو اساسي مسايلو ښاغلي خليلزاد له طالبانو، نورو مطرحو سياسي لوريو او افغان حكومت (خصوصا له ډاکټر عبدالله) او متحدينو سره يې خبرې اترې او تفاهم کړيدې تر څو د بين الافغاني خبرو لپاره اسانچاري وکړي او د باور فضا رامنځته کړي. له طلوع نيوز تلويزون سره د ډاکټر عبدالله په وروستۍ مركه كې د سولې او ملي پخلاينې په هکله د نوموړي نرم او معقول دریځ د تفاهم د همداسي يوې پروسې څرګندوی دې، البته دا د كومي پټې معاملې مانا نه ورکوي، بلكې د نړيوالو شخړو د حل کړنلارې او اصول د مذاکراتو په پيل کې د ځينو اختلافي مسايلو د حل په موخه د همداسې يوې محرمې پروسې اجاب كوي.

په متحده ایالاتو کې داسې چارواکي شتون لري چې د ټولټاکنو ځنډیدلو یا لغوه کیدو سره به مخالفت وکړي.

متحده ایالات او طالبان نه شي کولی د بين الافغاني خبرو له پيل مخكې او يا د افغان حكومت له توافق پرته د افغانستان د ټاکنو د برخلیک په اړه تصمیم ونیسي او اروپایي مرستندویان به هم د افغان دولت له توافق يا د بين الافغاني خبرو د پيل ترمخه په ټاکنو کې ځنډ ونه مني.

زه فکر نه کوم چې په اوسني شرایطو کې به ټرمپ یا د اروپایی اتحادیې مشر د بين الافغاني خبرو د پيل ترمخه د ټاکنو په نه ترسره کیدو موافقه وکړي.

ټاکنې په هغه صورت کې ځنډيدلې يا لغو کيدلې شي چې ښاغلي خليلزاد د اروپايې ټولنې په ملاتړ ښاغلې اشرف غني قانع کړي، ډاکټر عبدالله وار د مخه په دې اړه قانع بريښي، او يا د طالبانو په ګډون نور مهم افغاني لوري په بين الافغاني خبرو کې د ټاکنو د ځنډ پریکړه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

بارکم الله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x