افغانستان

حکمتيار: د امریکايي اشغال په شتون کې سوله نشي راتلی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د حزب اسلامي ګوند مشر او د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتيار وايي، افغانستان اشغال شوی هېواد دی او د اشغال په شتون کې سوله راتلل ناشوني دي.

«د سولې او اسلامي عدالت» شعار لرونکي ټاکنيز ټيم مشر ګلبدين حمکتيار په بدخشان کې د خپلو پلويانو ټاکنيزې غونډه په خبرو کې وويل، چې افغانستان اشغال شوی دی.

حکمتيار له خپلو پلويانو وغوښتل، دوی باید هغه نوماند ته رايه ورکړي، چې هېواد کې د اسلامي نظام غوښتونکی وي.

حکمتيار په داسې حال کې افغانستان اشغال شوی هېواد بللی، چې نوموړي دوه کاله وړاندې له ګډ حکومت سره روغه وکړه او له خپلو پلويانو سره کابل ته لاړ.

کابل ته له تللو وروسته نوموړي په خپلو ګڼو مرکو کې له طالبانو غوښتي، چې روانه جګړه يې نامشروعه ده او بايد د حزب اسلامي په څېر له حکومت سره سوله وکړي، خو اوس يې يو ځل بيا ويلي، چې افغانستان د امریکا له لوري اشغال دی او د اشغال په شتون بشپړه سوله او ثبات راتلل ناشوني دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Basetkhan

بیاولی زوی مړی مایوسه ده که یې میاشتنۍ ځنډیدلي اوپه انتخاباتوکي څه وایې انتخابات دامریکایان اواشغال په وجودکي کیدای سي که څرنګه سخت مضرمتذلذل انسان الله پیداکړی

طیب

نوستا محترم کړ‎ینی تہ کوم نوم ورکړ‎و

احمد

حزب سلامی ته وفا دارو خلکو دا ګلبدین اکا مو په ځنځیرونو وتړی دا څه رنګه خبری کوی ددی ګلبدین خو نه دین مالوم ده او نه ایمان نه یی پښتو مالومه شوه او نه یی اسلام خفه پدی شم چی مونږ څومره بد قسمته وو چی دا خلک په مونږ مشران د وخت وو او دیوه غټ ملک مشرتوب یی کاوه

جميل

داچی اشغال ورته وايی نو بيا ورته تسليم ولی شوی ، تابه دا ګمان کاوه چی بادارن به دی د بيشرفه غنی پر ځای کينوی .
افسوس پر هغو چی د خپل خالق نه پرته د کفارو په غيږ کی عزت لټوی .

اجمل

حکمتیار تسلیم شوی ندی، هغه نغواړی چی په تاریخ کی یی نوم له ځانمرګو سره یو ځای راشی. حکمتیار نغواړی چی خپل وطن نور وران کړی. هغه نغواړی چی خپل خلک نور ووژنی. ستاسو دا ورستی حملی په کندز، بغلان او کابل کی څه خیر اسلام او خلکو ته ورسا وه؟ تر څو به د پنجابیانو په دستور سره دا وطن ورانه وي؟ بالاخره به ستاسو پروژه ختمیږی او تر ټولو بد نوم به ستاسو په تاتریخ کی پاتی کیږی. ستاسو او کافرو څه فرق دی هغوی هم افغانان وژنی او تاسی هم افغانان وژنی.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x