د ایفون راتلونکي مبایلونو معلومات او بیه افشا شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د ایپل مشهور شرکت د روانې سپتمبر میاشتې په لسمه نېټه د خپل نوي ایفون په زړه پورې ځیرک مبایلونو وړاندې کولو نېټه ښودلې، خو د یو شمېر راپورونو له مخې د یادو مبایلونو په اړه رسمي معلومات او بیه افشا شوي دي.

د راپورونو پر اساس چې د تېر په څېر به دا وار هم ایفون درې نوي مبایلونه چې (ایفون ۱۱، ایفون ۱۱ پرو او ایفون ۱۱ پرو مکس) دي، وړاندې کړي، ویل کیږي چې په یادو مبایلونو کې تر ټولو جالبه ځانګړتیا د کامرو ده چې په لومړي درې کامرې په کې ورکړل شوي دي.

د یادو مبایلونو افشا شوي معلومات په لاندې ډول دي:

IPhone 11

ایفون ۱۱ به د یادو مبایلونو او همدا ډول د ایپل ۲۰۱۹م کال تر ټولو ارزان بیه مبایل وي چې بیه به یې له (۷۴۹) ډالرو څخه پېل کیږي، ددې سکرین به د تېر ایفون XR په څېر وي.

په دغه مبایل کې به ۴ جي بي ریم وي او په ۶۴، ۱۲۸ او ۵۱۲ جي بي حافظې سره به وړاندې شي، دغه ډول به یې شاتنۍ او سیلفي کامرې ۱۲ – ۱۲ میګا پېکسله وي.

په دې کې به له تېر ایفون څخه پیاوړې ۳۱۱۰ ملي امپيره بیترۍ وي چې په تېر ایفون اکس آر کې ۲۹۴۲ ملي امپیره بیترۍ شتون درلود.

د مخ پيژندنې سنسر به یې په پراخه زاویه کار کوي، خو دغه مبایل کې به د 3D ځانګړتیا شتون ونه لري.Image result for iphone 11

IPhone 11 pro

دغه مبایل د تېر ایفون اکس اس د بدیل په بڼه وړاندې کیږي، په دې کې به هم د تېر په څېر OLED سکرین موجود وي، همدا ډول به ۱۲ میګا پېکسله سیلفي کامره او ۱۲ میګا پېکسله ژوره، معیاري، خورا پراخه او غوره زووم لرونکې شاتنۍ کامره چې درې لینزونه به ولري، ورکړل شوې ده.

په دې کې ۶ جي بي ریم ورکړل شوی، همدا ډول د ۱۲۸، ۲۵۶ او ۵۱۲ جي بي حافظې سره وړاندې کیږي، د ۳۱۹۰ ملي امپیره بیترۍ ورکړل شوې چې په تېر ایفون اکس اس کې ۲۶۵۸ ملي امپیره بیترۍ ورکړل شوې وه. ددې سربېره د ایفون ۱۱ پرو بیه به د «۹۹۹» ډالرو څخه پېل کیږي.Image result for iphone 11

IPhone 11 max pro

ایفون ۱۱ مکس پرو مبایل د نورو په پرتله تر ټولو ستر سکرین لرونکی دی، د تېر ایفون اکس ماکس بدیل وړاندې کیږي، کامره یې د وړاندې شوي ایفون ۱۱ پرو سره پرتله کیږي، خو ددې بیترۍ تر نورو ټولو ستره ده، په دې کې ۳۵۰۰ ملي امپیره بیترۍ ورکړل شوې.

د ایفون ۱۱ پرو مکس بیه به د «۱۰۹۹» ډالرو څخه پېل کیږي. د یادونې ده چې دغه دریواړه نوي مبایلونه به د وایرلس چارجنګ هم ولري او هم به له دې څخه بل مبایل چارجېدلای شي، او د ګوتې کولپ یې په سکرین کې نصب شوی دی.

همدا ډول ددغه مبایل پر سکرین د ګوتې کولپ یا فنګر پرنټ نصب شوی دی، او په لومړي وار ایفون خپل مبایل کې یو ایس بي سي پاور اډاپټر ځای پرځای کړی دی، همدا ډول اټکل شوې چې د وایرلیس چارجولو وړتیا به هم لري. خو ددې ټولو معلوماتو ثابتولو لپاره به د روانې میاشتې تر لسمې نیټې انتظار کیږي.

Image result for iphone 11

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د