افغانستان

غزني: طالبانو پوسته سقوط کړې او د قومندان په ګډون لس اربکيان يې وژلي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو په غزني ولايت کې د اربکيانو په يوه پوسته برید کړی دی او د قومندان په ګډون يې لس اربکيان وژلي او پوسته يې سقوط کړې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره شپه يې د غزني ولايت قره باغ ولسوالۍ اړوند خونيانو سيمه کې د اربکيانو په پوسته برید کړی دی او اربکيانو ته يې ياد تلفات اړولي دي.

په دغه بريد کې د نور محمد په نامه د اربکيانو د قومندان په ګډون لس تنه اربکيان وژل شوي دي.

مجاهد زياتوي چې په دې بريدونو کې یې ډېره وسله او مهمات هم نيولي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په دولتي ځواکونو د طالبانو بريدونه زيات شوي دي چې له امله يې د دولتي ځواکونو په تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تيره ورځ د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار له څلورو لوريو بريدونه کړي وو او ګڼو عسکرو ته يې مرګ‌ ژوبله اړولې وه.

همداراز وړمه ورځ طالبانو د کندز په ښار بريدونه کړي وو او ګڼو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x