نړۍ

د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو دوو نوماندانو د کشميري مسلمانانو په ملاتړ څرګندونې کړي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د شمالي امریکا په هوسټن ايالت کې د کشميري مسلمانانو په ملاتړ د اسلامي ټولنې په کوربه توب جوړې شوې غونډې ته د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو دوو نوماندانو هر يوه جوليان کاسټرو او بیرني سنډرز سربېره د پاکستان صدر اعظم عمران خان هم ويناوې کړي دي.

بیرني سنډرز د کشميريانو په ملاتړ جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال کشمير کې د هند فعاليتونه او کړنې وغندلې او د عامو خلکو سربېره د اپوزيسيون ګوندونو پر ضد يې د هندي پوځيانو له تاوتريخوالي ډک چلند غندلی دی.

سناتور سنډرز د امریکا له حکومته غوښتي، چې د نړيوال قانون په رڼا کې د کشميريانو ملاتړ وکړي او له ملګرو ملتونو سره په ګډه داسې ګام پورته کړي، چې کشميريان له روانو ناخوالو ووځي.

جوليان کاسټرو هم په خپلې وينا کې له کشميريانو سره خپله خواخوږي وښوده او ټينګار يې وکړ، چې کشمير کې بايد د مسلمانانو حقونه خوندي کړی شي.

د پاکستان صدر اعظم عمران خان د اسلامي ټولنې په کوربه توب جوړې شوې غونډې ته په وينا کې د کشمير په اړه د هند وروستۍ پرېکړه غندلې او د هند لومړی وزير نريندرا مودي يې د نازيانو د مفکورې راژوندی کوونکی بللی دی.

د يادونې وړ ده، چې د تېر اګست مياشې په ۵مه د هند حکومت د اساسي قانون ۳۷۰ ماده لغوه اعلان کړه، چې له امله يې د جمو کشمير نيمه خپلواکي له منځه ولاړ.

د هند له دې پرېکړې وروسته په کشمير کې د ژوند چارې په ټپه ولاړې دي، د سياسي اپوزیسیون ګوندونو مشران بنديان او يا هم په خپلو کورونو کې نظربند دي او د خلکو په ګرځېدو هم بنديز لګېدلی، چې له امله يې د عامو خلکو ژوند له کړاوونو سره مخ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

تیره ورځ می په فیسبوک کی داسی ویډیو ولیدله چی پاکستان بی غیرته پوځ ددی په ځای چی د هند په وړاندی نظامی ګام پورته کړی په خپل هیواد کی یی د هند په ضد او د کشمیر په دفاع مظاهری کولی، کچیری افغان دولت د پاکستان یا د هند په نیمایی نظامی قدرت درلودلای پدی سیمه او نږدی همسایه هیوادونو کی به هیڅ هیواد په ملسمانانو ظلم نه وو کړی، نو نن چی هند په کشمیر باندی ظلم کوی ددی ټولو مسول پاکستان ده ددی پر ځای چی هند په وړاندی ګامونه پورته کړی پدی ۴۰ یا ۵۰ کالو… نور لوستل »

گل محمد نوری

دوی دی کشمیر مسله پریږی په خپلو مینځ کی دی سره جوړ شی ځکه نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي چې د افغانستان پر سر د امریکا د حکومت د جګپوړو چارواکو ترمنځ د نظر اختلاف پیدا شوی دی.ې په غاړه واخلي. #####

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x