
لغمان کې د هاوان مرمۍ د یوې کورنۍ «۵» تنه وژلي
نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د یوه کور دننه د هاوان د مرمۍ لګېدلو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون «۵» تنه وژل شوي.
د لغمان ولایت د والي ویاند «اسدالله دولت زی» وایي، پېښه تېره ورځ «یکشنبه» د الیشنګ ولسوالۍ اړوند شمسه خېل کلي کې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ پنځه تنه وژل شوي.
د دولت زي په خبره، په وژل شویو کسانو کې یوه مېرمن او یو ماشوم شامل دي.
نوموړی د پېښې پړه په طالبانو ور اړوي؛ خو طالبانو تر دې دمه د پېښې په تړاو کوم رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.