افغانستان

له اشرف غني د ملاتړ له امله حزب وحدت خپل مرستیال ګوښه کړی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د کریم خلیلي په مشرۍ «حزب وحدت» ګوند  د شمال زون لپاره خپل مرستیال وروسته له هغه له دندې ګوښه کړ، کله چې نوموړي د اشرف غني له ټاکنیز ټیم سره لاس یو کړ.

عباس ابراهیم زاده چې په ولسي جرګه کې د خلګو استازی او د شمالي زون لپاره د حزب وحدت مرستیال وو؛ تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې د اشرف غني په مشرۍ له «دولت جوړوونکي» ټاکنیز ټیم سره یو ځای شو.

ابراهیم زاده یوې خبري ناستې ته وویل، چې نوموړی له دې امله له دولت ساز ټیم سره یو ځای شوی، چې د حزب وحدت ګوند د خوښې ټیم هیڅ مشخص اهداف او پلانونه نه درلودل.

بل لور ته د حزب وحدت ګوند د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ابراهیم زاده پرېکړه شخصي او د حزب له اصولو سره په ټکر کې بللې.

اعلامیه کې یاده شوې، چې څه موده وړاندې د ګڼو ولایتونو څخه له راغلو مسئولینو سره په همغږۍ دا پرېکړه وشوه، چې حزب وحدت به د عبدالله عبدالله په مشرۍ له «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټیم ملاتړ کوي.

په یاده اعلامیه کې همدارنګه ذکر شوې، چې له ګوند څخه د ابراهیم زاده د وتلو پریکړه په ګوند هیڅ ډول مننفي اغېز نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x