
خلیلزاد په ارګ کې له اشرف غني سره ليدلي
نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره ليدلي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د وياند مرستيالې درانۍ وزيري رسنيو ته ويلي، زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د نهم پړاو مذاکراتو له نهايي کولو وروته کابل ته راغلی او تېره شپه يې په ارګ کې د ګډ حکومت له مشر اشرف غني سره ليدلي دي.
د ارګ د وياند مرستيالې په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي، خو زلمي خلیلزاد د اګست په ۳۱مه په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي و، چې له طالبانو سره هوکړې ته نږدې شوي، د نهم پړاو مذاکرات يې ګټور بللي و.
خلیلزاد زياته کړې وه، چې د نهم پړاو له خبرو وروسته د نورو سلامشورو لپاره کابل ته ځي.
نوموړی ټينګار کوي، چې د افغانستان روانه جګړه د بین الافغاني خبرو له لارې حل کېدای شي او افغانان بايد د خپلمنځي خبرو له لارې روانو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.
خو طالبان ټينګار کوي، چې لومړی بايد له امریکا سره د بهرنيو عسکرو د وتلو پر سر هوکړې ته ورسيږي او تر هغې وروسته به له افغان لوري سره په داخلي چارو خبرې وکړي.
د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي،له امریکا سره هوکړې ته يې بيخي نږدې شوي او په لنډ وخت کې مسلمان افغان ولس د خوښۍ زيری واوري.