افغانستان

روسیه په افغانستان کې پوهنتون جوړوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۸ل): روسیه وایي، له افغانستان سره د علمي اړیکو اوږده مخینه لري او د همدې اړیکو د لا ټینګښت په موخه اراده لري څو په افغانستان کې دننه یو باب پوهنتون جوړ کړي.

د غه څرګندونې په کابل کې د روسیې سفیر « الکزانډر مانتیتسکي» د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر «عبدالتواب بالاکرزي» سره په لیدنه کې کړې.

له لوړو زده کړو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي « روسیه له افغانستان سره د پراخو علمي اړيکو غوښتونکې ده او تر اوسه د روسیې لوړو زده کړو وزارت او بیلابیل پوهنتونونه د افغانستان له لوړو زده کړو وزارت، د کابل پولي تخنیک پوهنتون او ډیرو نورو خصوصي پوهنتونونو سره د علمي او تحصیلي تجربو د ګډون په هدف هوکړه لیکونه لاسلیک کړې دي او دا هیواد تیار دی چې د نوو تفاهمنامو په لاسلیک کولو سره د افغانستان له ټولو پوهنتونونو سره خپلې اړیکې لا پراخې کړي.»

اعلامیه وړاندې زیاتوي «د روسیې سفیر د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ته وړاندویز وکړ چې د افغانستان او روسیې تر منځ د یو باب پوهنتون په جوړولو سره، د دواړو هیوادونو تر منځ علمي اړيکې تر پخوا لا ټینګې کړي او همدارنګه د افغانستان په پوهنتونونو کې د روسي ژبې څانګې جوړې او د روسیې فډراټیف په کومک سره دا څانګه غښتلې کړې.»

د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې د لوړو زده کړو وزیر له الکزانډر مننه کړې او په علمي برخه کې یې د افغانستان سره د روسیې مرستې ستایلې.

لوړو زده کړو وزیر ددې تر څنګ افغان محصلینو ته د روسیې له لوري د ورکړل شویو بورسونو یادونه کړې او د روسیې هیواد دا ګام یې ستایلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

دومره دنیا چی راغلی روسان دی یو وار بیا راشی خو دا ځلی د بلی لاری څخه. بده خبره نده. ښه راغلاست. افغانستان هر اړخیزو مرستو ته ضرورت لری.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x