
د سالنګ لویه لاره د سیلابونو له کبله بنده شوې
نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوولین وايي چې د بارانونو او سیلابونو له کبله د کابل-شمال لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او مراقبت مسوول عبدالبصیرحبیبي ویلي چې تېره شپه دوه بجې په جنوبي سالنګ کې سیلابونه راغلي دي چې له کبله یې لاره تړل شوې ده. هغه زیاته کړې چې د لارې د خلاصولو لپاره یې هڅې پيل کړي ډي.
حبیبي زیاته کړې چې تقریبا ۴ کیلومتره لاره پاکولو ته اړتیا لري چې دوی پرې کار پیل کړی دی.
د تېرې شپې سیلابونو ځایي خلکو ته مالي تلفات هم اړولي دي خو سیمهییز چارواکي د جزئیاتو څخه تر دې دمه ناخبر دي.
د سالنګ لویه لاره کابل د افغانستان شمال نهو ولایتونو سره نښلوي. دغه لاره هر کال په ژمي کې د سختو واورو، برف کوچونو له کبله په شمالي او جنوبي سالنګونو کې بندیږي. دا لومړی ځل دی چې د سالنګ لویه لاره دې په ګرمیو کې د سیلابونو له کبله بنده شوې وي.