د شیدو په اړه ځینې خرافات چې پوهان یې ناسم ګڼي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د شیدو په اړه یو شمېر عامې خپرې شوې نظریې ورکول کیږي، چې پرته له دروغو او خرافاتو بل څه نه دي، پوهان دغه خبرې په بشپړ ډول ردوي.

ددغه نظریو او خرافاتو څخه یې ځينې په لاندې ډول دي چې پوهانو رد کړي دي.

شیدې یوازې د کوچنیانو بدن لپاره ګټورې دي

ډير خلک دا نظر منطقي ګڼي او باور لري چې شیدې یوازې د کوچنیانو بدن لپاره ګټورې دي، خو د پوهانو په وینا چې شیدې او د شیدو څخه جوړ شوي ټول محصولات یا لبنیات د هر انسان لپاره په ټول عمر کې ګټور دي.

پوهان زیاتوي ددې لپاره چې بدن د شیدو جذب کولو وړتیا وساتي، په کار دي چې د شیدو مناسب محصولات وخوړل شي، د بیلګې په ډول که څوک نشي کولای تازه شیدې وڅښي دوی ته په کار دي چې د تیزابي شیدو محصولات وخوري او هغه محصولات دې وخوري چې د لاکتوز یا د شکر کچه په کې ټيټه وي.

شیدې د زیانمن کولیسترول سرچینه ده

د یوې بشپړې شیدو پیالې چې خپل غوړ هم ولري څښلو سره بدن ته ۱۴ ملي ګرامه کولیسترول ترلاسه کیږي، خو بدن په ورځ کې ۳۵۰ ملي ګرامه کولیسترولو ته اړتیا لري، نو ددې لپاره پوهان د شیدو په اړه د کولیسترولو خرافات او دا چې د وینې رګونو سره تړلي دي بېځایه ګڼي.

شیدې د نورو غوړو اسیدونو نه مختلفې دي، ددې له ځانګړتیاو څخه دادي چې دا په وینه کې د کولیسترول کچه ټيټوي او د زړه او وینې رګونو ناروغۍ احتمال کموي.

کم غوړ لرونکې شیدې غوره ګڼل

دغه خبره هم پوهان ناسمه ګڼي، دوی وایي چې د یوه انسان لپاره په کار دي چې بشپړ غوړ لرونکي شیدې وڅښي، کله چې انسان له غوړو خالي شیدې وڅښي نو په دې کې د شته ویټامینونو او کلسیم جذبول یا حاصلول ستونزمن کیږي.

شیدې خطرناک هرمونونه لري

پوهان دغه نظر چې شیدې خطرناک هرمونونه لري هم بېځایه ګڼي، دوی وایي چې د انسان هره ورځ خواړه بېلا بېل هرمونونه لري، خو ددې سربېره هم معده او د هاضمې سیستم یې په غوره ډول درملنه او تصفیه کوي، د پوهانو په وینا د شیدو څښل په انسانانو کې د جنسي هرمونونو په تولید هیڅ اغیز نه کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د