افغانستان

ميدان وردګ: د امريکايي الوتکو بمبار کې ۱۲ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۸ل): په ميدان وردګ ولايت کې د ولسي وګړو په کورونو د امريکايي الوتکو د بمبار له امله دولس ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له ميدان وردګ ولايت څخه راپورونه وايي چې تير ورځ مازيګر د ميدان وردګ ولايت سيد اباد ولسوالۍ د تنګي په امير کلا سيمه کې امريکايي الوتکو د ملکي وګړو په کورونو بمباري کړې ده او په نتيجه کې يې دوه ماشومان وژلي او لس نور ټپيان کړي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې په وژل شويو او ټپيانو کې يې ټول ماشومان دي چې امريکايي الوتکو په نښه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه په غزني او بدخشان ولایت کې دولتي عسکرو د ولسي وګړو سل دوکانونه او څلويښت کورونه سوځولي او نړولي وو.

باید وويل شي چې په دې وروستيو کې امريکايي او داخلي عسکرو تر بل هر وخت د ملکي وګړو په کورونو هوايي بريدونه او شپنيزې چاپې زياتې کړي دي چې له امله يې د ملکي وګړو په تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی.

تر اوسه د ميدان وردګ ولايت چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

انا لله و انا اليه راجعون .
چيری ياست هوووو د ظالمو کفارو او وحشی منافقينو خواخوږو او سيله کوونکو ، ولی کاڼه ، ړانده او ګنګيان ياست ، دا واړه شهيدان پنجابيان دی ، دا کلی ، کورونه او بازارونه په پنجاب کی دی .
ای بيهمتو سپو څټلو پنجاب خو مو هره ورڅ په توپو ولی خو تاسو بيهمتو د ډالرو بنده ګانو شا ورګرځولی وی او په ګوزو يی ولی ، خو پر خپل مظلوم او بيدفاع ولس بيا ښه پهلوانان ياست .
الله تعالی مو اصلاح کړه کنه سقر او درک اسفل مو ځای شه .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close