افغانستان

طالبانو د بغلان په ګډون ګڼو ولایتونو کې جګړو ته زور ورکړی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې طالبانو تيره ورځ سهار له څلورو لوريو د بغلان ولايت په مرکز بريدونه پيل کړي دي، نن په دوهمه ورځ هم په دغه ښار کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ جګړه روانه ده او ددې ترڅنګ يې په نورو ګڼو ولايتونو کې هم جګړو ته زور ورکړی دی.

طالبانو څو شيبې وړاندې په دې ولايت کې د جګړې او عسکرو ته د درنو مالي او ځاني تلفاتو اړولو خبر ورکړ.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد وايي چې د تيرې ورځې په جګړه کې يې د بغلان مرکز ګڼې سيمې له دولتي ځواکونو څخه نيولي دي او تر سلو ډېر عسکر يې وژلي، ټپيان کړي او يا يې هم ژوندي نيولي دي او په وينا يې چې د ولايت مقام پنځه سوه مترۍ ته رسيدلي دي.

نوموړی وايي چې تيره ورځ يې د دروازه قند، تپه فرهاد او چشمه شير سيمو کې د امنیتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي دي او يو لوی بيس او شپږ پوستې يې سقوط کړي دي او ګڼ شمير نظامي وسايط، وسلې او مهمات يې نيولي دي.

هغه وايي چې د برق د بند پوستې يې هم نيولې دي او د برق رياست يې تر خپل کنترول کې راوستی دی.
مجاهد زياتوي چې په دې جګړه کې يې لسګونه عسکر، پوليس او اربکيان وژلي، ۱۹ تنه يې ټپيان کړي دي او ۲۲ نور يې ژوندي نيولي دي.

نوموړي ددې سربيره د کندز- بغلان، مزار- بغلان او تخار-بغلان په لويو لارو او د کندز په دشت ارچي سيمه کې هم له دولتي عسکرو سره د نښتو او د ۱۱ پوستو د نيولو خبر ورکړی دی.

ددې ترڅنګ يې کندز په امام صاحب، غزني په قره باغ، پکتيا په زرمت او د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې هم له دولتي عسکرو سره د نښتې کړی او پوستې يې ورڅخه نيولي دي.

بل لور ته د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي هم ويلي دي چې په بغلان ولايت کې له طالبانو سره جګړه روانه ده.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بيلابيلو ولایتونو د طالبانو بريدونو او حملو زور اخیستی دی چې له امله يې ګڼې پوستې او سيمې د دولتي عسکرو له لاسه وځي او د طالبانو لاس ته لويږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

الحمد لله هری لوری د غيرتی شازلميانو او د الله(ج) د لښکر د فتحو زيری دی .
الهی(ج) پخپل کرم او رحمت سره د دی موئمنو غازيانو ارمانونه ورپوره کړی .

اجمل

د هندی د فلم ډاکوان هم داسی کار نکوی چی ښار ته ور دیننه نشی او ځان وژنه هم ورسره وکړی. فکر کوم چی نور طالبان د سقوط کندی ته روان دی. سوله موله هم ولاړه نور به پدی پاڼه څه شی و لوستلو هم نوی پاتی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x