
فیفا د نړۍ غوره جایزې ګټلو لپاره د درې کاندیدو لوبغاړو نومونه اعلان کړل
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د فوټبال نړیوال فدراسیون «فیفا» د نړیوالې جایزې ترلاسه کولو لپاره د درې غوره کاندیدو لوبغاړو نومونه اعلان کړل.
په دغه کاندیدانو کې د ارجنټاین هېواد نامتو او مشهور لوبغاړی او د برسلونا لوبډلې ستوری لیونل میسي، دویم د پرتګال هېواد مشهور لوبغاړی کریسټیانو رونالډو او د هالنډ لوبډلې دفاعي لوبغاړی ورجل ون دایک اعلان شوي دي.
کریسټیانو رونالډو او لیونل میسي دغه جایزه پنځه – پنځه واره خپله کړې ده خو ون دایک په لومړي وار دغې جایزې ته کاندید شوی دی.
🚨 #TheBest Men’s Player Finalists 🚨
🇵🇹 @Cristiano
🇦🇷 Lionel Messi
🇳🇱 @VirgilvDijk pic.twitter.com/wX8zPg7TEp— FIFA.com (@FIFAcom) September 2, 2019
ورجل ون دایک تېره اوونۍ میسي او رونالډو ته په ماتې ورکولو د اروپا تر ټولو غوره لوبغاړي جایزه په خپل نوم کړې وه.
همدا ډول د فیفا لخوا د درې مشر روزونکو نومونه چې د انګلستان لیګ لوبډلو رهبري کوي هم کاندید شوي دي چې په کې د مانچسټر سیټي لوبډلې مشر روزونکی اسپانوی «پيپ ګواردیالو»، د لیورپول لوبډلې مشر روزونکی جرمنی «یورګن کلوپ» او د ټوتنهام لوبډلې مشر روزونکی ارجنټاینی «ماوریسیو بوتچینو» نومول شوي دي.
دغه ډول د نړۍ غوره ګول کيپر لپاره د برسلونا «ټير سټيګن، د لیورپول اليسن بيکر او د مانچسټر سیټي ايډرسن» غوره شوي دي.
د یادو جایزو لپاره به ګټونکي د سپتمبر میاشتې په ۲۳مه نېټه د ایټالیا په میلان ښار کې د یوې سترې غونډې پرمهال کیږي.
د نړۍ غوره جایزې انتخاب لپاره به ګټونکی د ملي لوبډلو د مشر روزونکو او لوبډلمشرانو په رایو انتخابیږي چې د دغه کانفرانس پرمهال به ترسره کیږي.
تېره اوونۍ د اروپا اتلانو لیګ د غوره لوبغاړي جایزه ورجل ون دایک خو د غوره حمله کونکي لوبغاړي جایزه لیونل میسي وګټله.
د یادونې ده چې ورجل ون دایک په غوره دفاعي لوبې سره خپلې لوبډلې ته د اروپا اتلانو لیګ اتلولي ورکړې وه، خو بلخوا لیونل میسي د کال زیات ګولونه وهلي وو، خو رونالډ په هیڅ کومه جایزه ترلاسه کولو کې بریالی نه شو.