افغانستان

غور: طالبانو بې پيلوټه الوتکه رانسکوره کړې ده

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۸ل): په غور ولايت کې طالبانو د امريکايانو يوه بې پيلوټه الوتکه ويشتلې او رانسکوره کړې ده.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وایي چې د غور ولايت مرکز اړوند غلمين سيمه کې يې د امريکا په بې پيلوټه الوتکې بريد کړی دی او رانسکوره کړې يې ده.

https://twitter.com/QMYAhmadi1/status/1168475607111479296

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستيو کې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې بريدونه زيات کړي دي چې له امله له امنیتي ځواکونو څخه ګڼې پوستې نيولي دي.

باید وويل شي چې طالبانو ډیری وخت په باګرام کې د امريکايي عسکرو په اډې توغنديز بريدونه کوي چې څو ورځې وړاندې هم ياد هوايي ډګر د طالبانو په توغنديز بريد لګيدلی و.

په غور کې د بې پيلوټه الوتکې د رانسکورېدو په اړه تر اوسه امريکايي او د غور چارواکو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x