افغانستان

کندز ښار کې په امنیتی ځواکونو سرتيري بريد مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۸ل): څو شيبې وړاندې د کندز ولايت په مرکزي ښار کې په امنيتي ځواکونو سرتيری بريد شوی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې بريد نن ماسپښين د کندز ښار په سي درک سيمه کې په کمانډو عسکرو شوی دی چې ۵۱ کمانډو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده..

مجاهد زياتوي چې په دغه سرتيري بريد کې ۲۱ کمانډو عسکر وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحیمي ويلي دی چې نن درې بجې د لويو لارو د لومړۍ لوا په ټولي بريد شوی دی چې په نتيجه کې يې شپږ تنه عسکر وژل شوي دي او څلور پوليس ټپيان دي.

د کندز د ملکي روغتون مسؤلينو ويلي دي چې د پيښې له ځايه ورته د درې مړو جسدونه او ۱۲ ټپيان ور وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم په کندز ولايت کې په امنیتی ځواکونو سرتيری بريد
شوی و چې په نتيجه کې يې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

الله تعالی د دی سرتيری فدايی غازی شهادت قبول کړی او په جنت الفردوس يی ونازوی ، او هغه چی يی وژلی دی و جهنم ته بوزی او د ټپيانو د ټپو څخه زخم ناسور جوړ کړی چی بيا د اسلام د دين سره مقابله ونکړای شی .

عبدالله

دا د زانمرگی د جنتی کیدو فتوا حواله لری؟؟ دلیل یی لری؟؟ مفتی دی سوک دی؟؟؟ هغه بیگناه عام چی یی شهیدان کرل دهغو په اره سه وایی؟؟؟
یو نریوال مشهور عالم راشودلای شی چی زانمرگی روا بولی؟؟؟ حتی ملا فضل الرحمن یی هم حرام بولی؟؟؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x