افغانستان

زلمي خلیلزاد د سولې د احتمالي توافقنامې متن د ګډ حکومت مشرانو ته ورښودلی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۸ل):  د ولسمشرۍ د عامه او سټراټېژیکو اړیکو رییس «وحید عمر» لومړی په خپله ټویټر پاڼه باندې د خلیلزاد او حکومت مشر تر منځ د ملاقات او د خلیلزاد له لوري حکومت مشرانو ته د سولې د احتمالي توافقنامې د سپارلو خبر ورکړی؛ خو وروسته یې په یو بل ټویټ کې خپله خبره اخستې او لیکلي یې دي، چې د سولې د توافقنامې متن د حکومت مشرانو ته ښودل شوی؛ خو کاپي یې هغوی ته نه ده ورکړل شوې.

د عمر په خبره، په دې برخه کې به نور جزئیات د حکومت مشر د ویاند «صدیق صدیقي» له لوري له رسنیو سره شریک کړل شي.

بل لور ته د ګډ حکومت نیم ونډوال «عبدالله عبدالله» په خپله فسبوک پاڼه باندې له خلیلزاد سره د لیدنې خبر ورکړی.

عبدالله لیکلي « په دې لیدنه کې خلیلزاد د سولې اړوند جزئیات او د سرتاسري سولې په برخه کې ډاډ راکړ».

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

عجيبه ده کاپی يی ورښکاره کړی خو ورکړی يی نده .
و دیته وايی باداری او غلامی .
لعنت دی وی پر داسی بيهمتو غلامانو .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x