
«امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو مخه نیسي»
نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د ګډ حکومت غبرګ مشران په پرلپسې ډول ټاکنې تر سولې اړیني بولي؛ ځیني سرچیني خبر ورکوي، امریکا نه غواړي راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.
ازادۍ راډیو د یوه نړیوال امنیتي چارواکي له قوله لیکلي «امریکا هڅه کوي سپټمبر میاشت کې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو مخه ونیسي. سرچینه زیاتوي چې امریکا د دغو ټاکنو د نهترسره کولو لپاره د یوې اجماع د جوړولو په هڅه کې ده.»
که څه هم ګډ حکومت او امریکا په رسمي ډول د ټاکنو د ځنډولو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې زلمي خلیلزاد په قطر کې د خبریالانو د پوښتنو په جواب کې ویلي وو، چې هیواد ته یې لومړۍ د افغانستان سوله او وروسته ټاکنې مهمې دي.
تر خلیلزاد وړاندې په افغانستان کې د امریکا سفیر هم ورته نظر څرګند کړی وو او د افغانستان سوله او ثبات یې د ټاکنو په پرتله وړاندې بللی وو.
امریکا داسې مهال د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د مخنیوي په پار د اجماع برابرولو هڅې کوي، چې د ګډ حکومت مشر او د نوموړي د ټاکنیز ټیم مخکښ غړي په پرلپسې ډول وایي، ټاکنې ورته تر سولې مهمې دي او تر هغه وخته چې ټاکنې ترسره نشي اوسنی حکومت د سولې په تړاو د پریکړو واک نه لري.
تر امریکا وړاندې طالبانو هم له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو سره څرګند مخالفت کړی وو، دوی راتلونکې ولسمشریزی ټاکنې د سولې د سبوتاژ هڅې نومولې وې او په ټاکنیزو مرکزونو باندې د بریدونو ګواښ یې کړی وو.