
خلیلزاد: له طالبانو سره د هوکړې په صورت کې به امریکايي عسکر پنځه اډې په ۱۳۵ ورځو کې تخلیه کوي
نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» له طالبانو سره د نهم پړاو مذاکراتو تر پای ته رسولو وروسته کابل ته را ستون شوی او دلته یې له یوه ځايي تلویزون سره په مرکه کې یاده کړې، چې که له طالبانو سره توافق ته ورسېږي په څلورنیمو میاشتو کې دننه به امریکايي عسکرو له پنځو اډو څخه ووزي.
خلیلزاد چې له طلوع نیوز سره یې خبرې کولې وویل « موږ موافقه کړې، که چېرې شرایط همداسې په مخ ولاړ شي، څه ډول چې موږ منلي؛ نو په ۱۳۵ورځو کې به پنځه اډې چې اوس موږ هلته یو پرېږو».
زلمی خلیلزاد له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي چې د سولې د دغې هوکړې له مخې به، په لومړي پړاو او د ۱۳۵ ورځو په لړ کې امریکايي ځواکونه له پنځو اډو بهر شي.
د دې مرکې لیدل نن شپه ۹ بجې له طلوع نیوز څخه مه هېروئ! pic.twitter.com/zL7bkmmH00
— TOLOnews (@TOLOnews) September 2, 2019
زلمی خلیلزاد داسې مهال په ۱۳۵ ورځو کې د پنځو نظامي اډو د تخلیې خبر ورکړی، چې تازه یې له طالبانو سره نهم پړاو مذاکرات پای ته رسولي او د دواړو لورو څرګندونو ته په کتو درک کېږي؛ چې هغوی یوې وروستۍ پرېکړې ته رسېدلي.
خلیلزاد کابل ته له را رسېدلو سره سم د ګډ حکومت له دواړو مشرانو سره دوې جلا، جلا ناستې کړي او هغوی ته یې له طالبانو سره د کېدونکې توافقنامې متن ښکاره کړی.
په ورته وخت کې ازادي راډیو د یوې باخبره سرچینې له قوله خبر ورکړی، چې امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو مخه نیسي او په همدې موخه یې د یوې اجماع په برابولو لاس پورې کړی.
چی سل داسی نوری توافقنامی له امریکا سره امضا شی چی حکومت پکی نوی قصه یی مفته ده.
خليلزاده ! که مو د جګړی دمخه او دا ۱۸ کاله مو د خيرخواو طالبانو خبره منلی وای دومره تاوانونه به مو نه وای ليدلی او افغانان به هم دومره نوای کړيدلی .
که يوڅه عزت ، شرافت او وجدان درپکښی وی پر پخوانيو غلطيو دی چی هغه د افغانستان جګړه او د طالبانو ورکول وه او په دواړو کی ناکامه سوی ، بايد لږترلږه د خپل امريکايی ولس څخه معذرت وغواړی ، د دی جګړی د پيښولو يوه مهمه مهره ته هم وی ، خو تا پوچ ذهنه افغانان سم نه پيژندل .