په تورخم کې يو افغان هند ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې «ایف ای اې» چارواکي وايي، تورخم دروازې ته څېرمه يې يو افغان ځوان هند ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

د ايف ای اې مرستيال مشر عمران شاهد رسنيو ته ويلي، د عمر داود په نوم يوه ځوان هند ته جاسوسي کوله، پنځه ځله هند ته هم تللی او د تېر اګست په ۲۲مه په تورخم کې نیولی شوی دی.

د پاکستان استخباراتي چارواکي وايي، له نيول شوي مشکوک افغان څخه پلټنې روانې دي.

پاکستان تر دې وړاندې هم په هند ته د جاسوسۍ په تور يو شمېر افغان وګړي نيولي دي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې نیول شوی افغان رښتيا هم هند ته جاسوسي کوله که نه او که يوازې هند ته د پنځه وارې تګ له امله هند ته په جاسوسۍ تورن شوی دی.

په اسلام اباد او پېښور کې افغان ديپلوماتانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د